د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په فراه کې د پوځ پر پوستې باندې بريد کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي
وسله والو طالبانو د افغانستان په لويديځ کې پر يوې لرې پرتې پوستې باندې بريد کړی او لږ تر لږه ۱۷ عسکر يې وژلي دي. د فراه د ولايتي شورا يوه غړي د آلمان خبري اژانس ته ويلي چې دولس نور تنه يرغمل شوي هم دي. د پُشت رود په ولسوالۍ کې په ساعتونو اوږدې نښتې شوې دي چې پکې پنځه نور سرتېري ژوبل شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د تخار په ولايت کې پر ټاکنيز کمپاين باندې بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي ول.
نولس تنه کډوال په يوه ترکۍ لارۍ کې ووژل شول
د اژې سمندرغاړې په اوږدو کې د ترکيې په لويديځ ايزمير ښار کې نولس تنه کډوال په يوه لارۍ کې مړه شوي دي. دغه لارۍ د انادولو د خبري اژانس په حواله له سړک څخه ووت او يوه سيند ته ورولوېد. د وژل شوو کسانو په منځ کې ماشومان هم شتون لري. ترکيه يوه له هغو اصلي ترانزيت هېوادونو څخه دی چې د نزدې ختيځ، آسيا او افريقا د هېوادونو کډوال ورڅخه تېريږي. کډوال هڅه کوي چې له دې ځايه اروپا ته ولاړ شي.
کډوال بايد د رياچې په نوم ايټالوی ښارګوټی پرېږدي
د رياچه د ښاروال تر نيول کېدو وروسته د ايټاليې د کورنيو چارو وزارت امر کړی دی چې په دغه کلي کې مېشت ۲۰۰ کډوال دې په راتلونکو څو ورځو کې د کډوالو استوګنځيو کې مېشت کړل شي. نوموړي ښاروال دومېنيکو لوچانو غوښتل چې دغه کلی چې ۱۸۰۰ اوسېدونکي لري، دې د کډوالو د ادغام يو نمونه يي کلی جوړ شي. هغه د ټولې اروپا په سطح شهرت موندلی وو. خو لس ورځې مخکې هغه ونيول او نظربنده شو.
د بايرن په ټاکنو کې سي اس يو د لږو رايو اټکل کوي
د آلمان په بايرن آيالت کې پر نه نيم ميليونو کسانو باندې په آيالتي انتخاباتو کې د ګډون غږ شوی دی. د وروستيو نظرپوښتنو په حواله به ښايي مسيحي سوسيال اتحاد يا سي اس يو يوازې ۳۳ تر ۳۵ سلنه رايې واخلي، چې د شپېتو کلونو راهيسې تر ټولو کم شمېر دی. په ۲۰۱۳ کال کې سي اس يو ۴۷،۷ سلنه رايې او مطلق اکثريت تر لاسه کړی وو. سوسيال دموکراتان هم ښايي ډېرې رايې له لاسه ورکړي.
د «لېسلي» حاروي توفان د پرتګال ساحل ته ورسېد
په ساعت کې تر ۱۷۶ کيلومترو په سرعت د «لېسلي» په نوم حاروي توفان د ليسبون د ښار په ځينو برخو باندې تېر شوی دی. ونې چپه شوې او په زرګونو کورونه د يو څه مودې له پاره له برېښنا څخه قطع شوي ول. خو لوی خصارات نه دي وراوښتي. د پرتګال چارواکو له وړاندې د ټولې سيمې له پاره د توفان تر ټولو سخت خبرداری ورکړی وو.
پاتريک لانګه د ايرون مېن لقب وګاټه
آلماني ترياتلېت پاتريک لانګه نوی رکارد جوړ کړ او د ايرون مېن يا اوسپنيز سړي سيالۍ کې يې له خپل لقب څخه دفاع کړې ده. دغه ۳۲ کلن ورزشکار ۳،۸ کيلومتره لامبو وهلې، ۱۸۰ کيلومتره يې بايسکل چلولی او تقريبا ۴۲ کيلومتره منډه يې وهلې چې ټول ټال يې اته ساعته وخت نيولی. لانګه په وخت ژوند کې د نړۍ په تر ټولو سخته ځغاسته کې له دغه حد څخه لا چټک نه وو پاته شوی. هغه ورپسې خپلې ملګرې يوله ته د واده وړانديز وکړ.