د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ځينې آلماني سياسيون نه غواړي له اردوغان سره ډوډۍ وخوري
په آلمان کې د ليبرال دموکرات او کيڼ ګوند دوو پارلماني استازو، د بديل ګوند څلورو استازو او د زرغون ګوند د فراکسيون او ګوند مشرانو د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د دولتي مېلمستيا او ډوډۍ خوړلو په مراسمو کې خپل ګډون رد کړی دی. د زرغون ګوند مشرانو دغه ګام د نورو سياستوالو په څېر داسې تشريح کړ چې دولتي مېلمستيا «هغه وړ ځای» دی څو له اردوغان سره پکې خبرې اترې وشي.
پورشه له ډيزل سره مخه ښه وکړه
د اولني موټر جوړونکي شرکت په توګه پورشه نور د ډيزل موټرونه نه جوړوي. د شرکت مشر، اوليور بلومه د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل سره له دې چې پورشه هيڅکله هم خپله ډيزل ماشينونه نه رامنځ ته کړي او نه جوړ کړي دي، خو د سپورټي موټرو د دغه توليدونکي شرکت نوم د مضرو ګازو په سيستمونو کې د لاسوهنې له کبله په رسوايۍ کې زيانمن شوی دی.
روستوک کې ۴۰۰۰ کسانو د بديل ګوند مظاهره اخلال کړه
د آلمان په روستوک ښار کې د شنبې په ماښام تقريبا ۴۰۰۰ کسان د آلمان لپاره د بديل ګوند يا «ای اف دي» د احتجاج په وړاندې په سوله يز ډول درېدلي دي. د بديل ګوند مظاهرې ته د پوليسو په حواله تقريبا ۷۰۰ کسان ورغلي ول. د تقريبا يو نيم کيلومتر پلي مزل او لاريون وروسته هغوی د مخالفو مظاهره چيانو له خوا ودرول شول او بايد بېرته ستانه شوي وای.
ادلب: ترکي پلوو ياغيانو حايلې سيمې ته رضا ښکاره کړه
په سوریه کې د «ملي آزادۍ د جبهې» په نوم د ياغيانو ټلوالې د روسيې او ترکيې هغه پلان منلی دی چې له مخې د ادلب په ولايت کې يوه غير نظامي ساحه رامنځ ته کيږي. دغو ترکيه پلوو پاڅون کوونکو په خپله بيانيه کې له ترکيې سره همکاري ومنله. په خبره به يې مرسته څو ملکي کسان له جنګ څخه وژغورل شي. خو ياغيانو شک هم ښکاره کړی چې د سوريې حکومت او متحدين به يې د يوې حايلې سيمې د رامځ ته کولو پر سر توافق مراعات هم کړي.
ايران اروپايي ديپلوماتان احضار کړل
د ايران حکومت پر پوځي پرېډ تر بريد وروسته چې لږ تر لږه ۲۹ کسان پکې ووژل شول، د اروپايي هېوادونو ديپلوماتيک استازي احضار کړي دي. دولتي خبري اژانس ايرنا خبر ورکوي چې د ډنمارک او هالنډ سفيران او د بريتانيا استازی هم د خبرو په مقصد وربلل شوي دي. تهران له دې مخې اعتراض کړی دی او ويلي يې دي چې په دغو هېوادونو کې د هغې تروريستي ډلې غړي مېشت دي چې بريد يې تر سره کړی دی.
په مالديف کې ناندرئيز ولسمشريز انتخابات پيل شول
په مالديف کې نن يکشنبه نوی جمهور رئيس ټاکل کيږي. داسې انګېرل کيږي چې برحاله مطلق العنانه ولسمشر، عبدالله يمين، به بيا قدرت ته ورسيږي. نور ټول مهم سيالان يا په زندان کې دي يا دې ته مجبوره شوي دي چې له هېواد څخه ووځي. د بشري حقونو فعالان د انتخاباتو پر څرنګوالي باندې نيوکې کوي. د مالديف هېواد له تقريبا ۱۲۰۰ جزيرو څخه متشکل دی چې ۴۰۰ زره اوسېدونکي لري.