د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د پروان په بريد کې د ناټو درې عسکر وژل شوي
د افغانستان په پروان ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې د ناټو درې تنه عسکر وژل شوي دي. يادې ټلوالې خبر ورکړی دی چې درې تنه نور عسکر، يعنې د متحده آيالاتو يو تبعه او دوه تنه افغانان، د دغه ولايت مرکزي ښار چاريکار ته څېرمه د ګزمې پر مهال په شوي بريد کې ټپيان شوي دي. ناټو د وژل شوو کسانو د هويت په هکله معلومات ورنه کړل. وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلی دی.
د وينزويلا ولسمشر له چاودنې روغ رمټ وتلی
د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو د حکومتي څرګندونو په حواله له يوه بريد څخه روغ راوتلی دی. د عامه اړيکو وزير خورخه رودريګز وويل چې په کاراکاس کې د مادورو د وينا پر مهال په چاودېدونکو موادو سمبالې څو بې پيلوټه الوتکو چاودنې رامنځ ته کړې دي. ولسمشر ته په پېښه کې ضرر نه دی اوښتی. مادورو، د هغه پر ځان او ژوند باندې له بريد څخه خبرې کولې چې د مسئوليت ګوته يې کُلمبيا او د امريکا متحده آيالاتو ته ونيوله.
شمالي کوريا د ملګرو ملتونو له بنديزونو څخه سر غړوي
شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په فرمايش د کارپوهانو له خوا د يوه چمتو شوي رپورټ په حواله په هدفمن ډول پر توغنديز او اتومي پروګرام يې له لګېدلو بنديزونو څخه سرغړونه کوي. په دغه ۱۴۹ صفحه يي رپوټ کې راغلي چې د نفتو او سکرو د توليداتو په غير قانوني تجارت سره دغه هېواد له جزايي تعزيراتو څخه سرغړونه کوي. د رپوټ په حواله له يوې کښتۍ څخه بلې کښتۍ ته د نفتو د توليداتو ناقانونه صادرات لوړ شوي.
په هسپانيا کې د کډوالو شمېرې په لوړېدو دي
د ۲۰۱۸ کال په اوله نيمايي کې په لومړي ځل د ايټاليا په پرتله هسپانيې ته تر ټولو زياتې د کډوالو کښتۍ رسېدلې دي. تقريبا ۲۳۵۰۰ کډوال د سمندر د لارې هسپانيې ته ورغلې دي. تر دې مخکې هسپانيا له ايټاليا او يونان وروسته دريم تر ټولو مهم داسې ځای و چې د اروپا په لور ورته تر ټولو زيات مهاجر رسېدل. د کډوالۍ د بين المللي سازمان په حواله ډېری دغه کډوال له افريقايي هېوادونو څخه راځي.
له اروپا څخه ايران ته پنځه الوتکې صادرې شوې
مخکې له دې چې د متحده آيالاتو له خوا پر ايران نوي بنديزونه وضع شي، د «اې ټي آر» طياره جوړونکي شرکت پنځه دوه ماشین لرونکې «اې ټي ار ۷۲، ۶۰۰ ډوله الوتکې دغه هېواد ته صادرې کړې دي. «آي تي ار» د اير بس او د ايټالوي وسلو جوړونکي شرکت لېوپاردو يو ګډ شرکت دی چې د متحده آيالاتو له چارواکو سره يې تماس نيولی و څو دغه صادرات عملي شي. پر ايران نوي بنديزونه په راتلونکې اوونۍ کې پلي کيږي.
په سويس کې يوه زړه طياره لوېدلې ده
د سويس په ګراوبويندن سيمه کې يوه زړه طياره لوېدلې ده. دغه الوتکه د ۱۹۳۹ م کال د «يونکرس جی يو ۵۲» ډوله يوه طياره وه. د پوليسو په حواله هغه د «پيز سېګناس» د غره په لويديځه برخه کې د ۲۵۰۰ مترو په ارتفاعيت تخريبه شوې ده. د سويس د رسنيو په حواله په دغه الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره ول. د «جی يو ۵۲» الوتکه د نړۍ اوله مسافروړونکې ده چې د آلمان د هوايي چلند په تاريخ کې هم يوه بې سارې طياره بلل کيږي.