د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د دوو ورځو په ترڅ کې هسپانيې ته څه باندې ۱۲۰۰ کډوال ورسېدل
وروسته له هغه چې څه باندې ۱۲۰۰ کسان په کښتيو کې ورورسېدل، د هسپانيې حکومت اوس دغې ستونزې ته د حل يوه اروپايي لاره موندلې ده. د هسپانيې د کورنيو چارو وزير، فرناندو ګراندې مالاسکا، وويل چې د کډوالۍ ستونزه يوه اروپايي ستونزه ده. د شنبې په ورځ ساحلي ساتونکو ۳۳۴ تنه کډوال له ۱۷ بېړيو څخه وژغورل چې دغه شمېر د جمعې په ورځ حتی ۸۸۸ تنه وو. هسپانيا اوس د ايټاليې پر ځای د کډوالو د راتګ لومړی هدف ګرځېدلی دی.
د ترکيې په اوبو کې د کښتۍ په ډوبېدو سره ۶ تنه وژل شوي
يو ربړي قايق چې ټول ټال ۱۶ کسان پکې سپاره ول، د ترکيې له ساحل څخه د يونان د لېسبوس ټاپو په لور په اوبو کې غرق شوی دی. د ترکيې دولتي خبري آژانس انادولو د رسمي معلوماتو په حواله ليکلي دي چې درې لويان او درې ماشومان په دغه پېښه کې مړه شوي دي. ساحلي ساتونکو له دې مخې نهه تنه وژغورل چې يو تن لا بې درکه هم دی. د انادولو په حواله د کډوالو په منځ کې د واعظ فتح الله ګولن پلويان هم موجود ول.
ځوانه فلسطينۍ عهد تميمي آزاده شوې ده
کابو اته مياشتې وروسته له هغه چې ونيول شي، فلسطينۍ عهد تميمي په اسرائيل کې له زندانه آزاده شوې ده. د اسرائيل د زندانونو د ادارې يوه وياند تائيد کړې ده چې دغه ۱۷ کلنه پېغله او مور يې آزادې شوې دي. د تميم قضيې ځان ته پاملرنه اړولې وه. په يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې هغه څنګه د لويديځ اردن په سيمه په خپل پلرني کلي، نبي صالح، کې د يوه اسرائيلي عسکر پر مخ باندې ګوزار کوي.
د ايران د اپوزيسيون غړي به ښايي آزاد شي
داسې ښايي چې د ايران د ملي امنيت شورا دستور ورکړی چې د اپوزيسيون نظربند شوي مشران، حسين موسوي او مهدي کروبي دې آزاد کړای شي. دغه خبر د کليمې په نوم خبري صفحه ورکوي. د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې اصلاح غوښتونکو مشرانو موسوي او کروبي د تندلاري سياستوال احمدي نژاد بريا نه وه منلې او پر رژيم يې د لاسوهنې تورونه لګولي ول. د زرغون غورځنګ په نوم د دغه خوځښت مشران د ۲۰۱۱ کال راپه دې خوا نظربنده ول.
ترکيه د سوريې په هکله سرمشريزه پلانوي
ترکيه غواړي چې د سپتمبر مياشتې په پيل کې له روسيې، فرانسې او آلمان سره يو ځای د سوريې د وضعيت په هکله سلامشورې وکړي. ولسمشر رجب طيب اردوغان د ژورناليستانو په حضور کې د سپمتر په اوومه نېټه د سرمشريزې د رابللو اعلان وکړ. د اجنډا په هکله جزيات يې البته ورنه کړل. له برلين، مسکو او پاريس څخه هم تائيد لا نه دی شوی. د راتلونکې اوونۍ په دوشنبه او سه شنبه هم په سوچي کې د سوريې په هکله کنفرانس جوړيږي.
په مالي کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي
د لويديځې افريقا په مالي کې د یکشنبې په ورځ ولسمشریزې ټاکنې تر سره کيږي. تر ټولو زيات چانس اوسني مشر، ابراهيم بوباکار کېيتا لري چې په دويم ځل ټاکنو ته ودريږي. تر ټولو مهم سيال يې د اپوزيسيون مشر، سومايلا سيسې دی چې کېدای شي ټاکنې دويم پړاو ته هم ولاړې شي. ټول ټال ۲۴ کانديدان د مالي ولسمشرۍ ته ولاړ دي او په اته ميليونو ماليانو باندې غږ شوی دی چې خپله رايه دې وکاروي.
په اندونيزيا کې زلزلې مرګ ژوبله اړولې
د ریشتر په مقیاس یوې ۶،۴ درجې زلزلې د اندونيزيا، لومبوک نومی ټاپو لړزولی دی. د رسمي معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. تقريبا ۴۰ تنه ژوبل شوي هم دي. په اندونيزيا کې له ناورين څخه د ژغورنې د ادارې يوه وياند ويلي دي چې ډېرې ودانۍ هم زيانمنې شوې دي. اندونيزيا له بېلابېلو جزيرو څخه متشکله ده او د پاسيفيک يا آرام سمندر د تل په يوه حلقه باندې قرار لري.