د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
خارجه وزير ماس نړيوال نظام ته د احترام غوښتنه وکړه
د ناټو تر سرمشريزې وروسته د آلمان د باندنيو چارو وزير، هايکو ماس، نړيوال نظام ته د زيات احترام غوښتنه کړې ده. ماس سربېره پر دې د متحده آيالاتو د ولسمشر پر هغې غوښتنې انتقاد وکړ چې د دفاع بودجه دې څلور فيصدو ته لوړه شي. ماس وويل چې د پوځ لا زياته تقويه نړۍ ته زيات امنيت نه وربخښي. ماس د آلمان خبري اژانس ته وويل چې د دې پر ځای بايد «مقرراتو او نړيوال نظام ته زيات احترام» وشي.
پر اوپل شرکت هم په موټرو کې د لاسوهنې تور پورې شو
د اوپل پر شرکت باندې هم تور پورې شو چې د خپلو درې ډول موټرو د مضرو ګازو د پاکولو په سيستم کې يې ګوتې وهلې دي. د آلمان د ترافيکو د وزارت يوه وياند دا خبره تائيد کړه چې «د يورو شپږ معيار د درې ډول موټرو له کبله له اوپل شرکت څخه رسمي پوښتنې ګروېږنې» روانې دي. له دې مخکې د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د مضرو ګازو په سيستم کې د موټر د چلولو پر وخت دغه سيستم پخپله مړ کيږي.
د ايټاليې او مالتا تر منځ د کډوالو په سر نوی جنجال حل شو
هغه ۴۵۰ تنه کډوال چې په يوه لرګينه کښتۍ کې د لامپدوسا ټاپو او مالتا تر منځ په اوبو کې بند پاته ول، اوس ژغورل شوي دي. ايټالوي رسنيو راپور ورکړی دی چې دغه کډوال اوس د ايټاليې د ګمرکي پوليسو او د فرونتېکس يعنې د اروپا د سرحد د ساتونکې ادارې د يوې کښتۍ د پاسه قرار لري. اته ښځې او ماشومان د خراب روغتيايي وضعيت له کبله د ايټاليې د سرحدي پوليسو له خوا د لامپدوسا ټاپو ته وړل شوي دي.
مکسيکو د متحده آيالاتو په سرحد کې د فاميلونو عاجل يو ځای کېدل وغوښتل
د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پومپيو، د مکسيکو له ولسمشر، انرېکه پېنا نيتو، سره ليدلي دي. په مکسيکو ښار کې نيتو ټينګار وکړ چې د لاتينې امريکا هغه کورنۍ چې د متحده آيالاتو د سرحد په اوږدو کې سره بېلې شوي دي، بايد ډېر ژر بېرته يو ځای شي. هغه وويل چې داسې حللاره بايد وموندل شي چې د ماشومانو د ښه وضعيت او حقونو تضمين وکړي. د والدينو او ماشومانو بېلولو، په ټوله نړۍ کې اندېښنې پيدا کړې وې.
د اريتريا ولسمشر افوېرکي اتيوپيا ته سفر وکړ
د اريتريا ولسمشر، ايساياس افوېرکي اتيوپيا ته رسېدلی دی. دغه دواړه هېوادونه پخوا په جنګونو کې سره مخالفين ول. د دوشنبې په ورځ ايله د دواړو هېوادونو تر منځ په رسمي ډول د جګړې حالت پای ته رسول شوی و. د اتيوپيا د حکومتي مشر، ابي احمد، له خوا د اريتريا پلازمېنې اسمارا ته د سفر پر مهال دواړو مشرانو د ديپلوماتيکو اړيکو د بېرته شروع کېدلو او د سولې د يوه تړون د لاسليک په سر موافقه کړې وه.
صدراعظمه غواړي چې د خلکو د پالنې شرايط ښه کړي
د آلمان حکومت د صدراعظمې انګلا مېرکل د څرګندونو په حواله غواړي چې د خلکو په کور کې د مسلکي روغتيايي پالنې شرايط ښه کړي. مېرکل په خپل اوونيز ويډيويي پيغام کې وويل چې د ټولنې له پاره ښه او د ډاډ وړ پالنه ډېر ارزښت لري. هغې په دغه پيغام کې د زړو او مريضانو پالونکي «زموږ د ورځني ژوند اتلان» وبلل.