د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ګوګل نور نه غواړي له امريکايي پوځ سره همکاري وکړي
ګوګل د رسنيو د راپورونو په حواله نور نه غواړي چې د متحده آيالاتو د دفاع وزارت ته د مصنوعي ځيرکتيا امکانات په اختيار کې ورکړي. امريکايي رسنۍ خبر ورکوي چې په دې اړه شوی يو تړون به له ۲۰۱۹ کال وروسته تمديد نه شي. د دغه تړون له مخې ګوګل د دفاع وزارت ته داسې الګوريتمونه په اختيار کې ورکوي چې له پنتاګون سره د ويديويي فلمونو د ارزونې په برخه کې مرسته کوي څو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه لا اغېزمن کړای شي.
سانشېس د هسپانيې د صدراعظم په توګه سوګند وخوړ
سوسياليست، پېدرو سانشېس د پاچا، شپږم فېليپه په حضور کې د هسپانيې د صدراعظم په توګه سوګند خوړلی دی. دغه ۴۶ کلن سياستوال د مادريد د زارزوېلا په ماڼۍ کې لوړه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۵ کال کې د فرانکو د ديکتاتورۍ له پای ته رسېدلو راهيسې د دغه هېواد اووم صدراعظم دی. د کارګرانو د سوسياليستي ګوند دغه مشر په پارلمان کې د پخواني صدراعظم، ماريانو راخوي، پر ضد د اعتبار رايه ګټلې وه.
متيس د چين په سويلي سمندر کې د چين کړه وړه وغندل
د متحده آيالاتو د دفاع وزير جيمز متيس پر چين تور ولګاوه چې د چين په سويلي سنمدر کې د فشار راوړلو او تېر ايستنې سياست مخ ته بيايي. متيس په سينګاپور کې وويل چې د پيکنګ د بر عکس ادعاګانو پر خلاف په مصنوعي ډول د پراخو شوو ټاپوګانو د پاسه د وسلو د سيستمونو نصبول او د بم غورځونګو طيارو ځای پر ځای کول يوازې دا هدف لري چې نظامي فشار وارد کاندي. هغه په دې ټينګار وکړ چې قصد لري سمندري لارې پرانيستي وساتي.
ترمپ له شمالي کوريا سره سرمشريزه تائيد کړه
سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې ترمپ او د شمالي کوريا واکمن، کيم جونګ اون به د جون په دولسمه په سينګاپور کې سره وويني. د متحده آيالاتو ولسمشر د شمالي کوريا له مرکچي، کيم يونګ چُل، سره تر کتنې وروسته وويل چې له هغه وخت وروسته به يې تر منځ ارتباطات هم قايم شي. يو څو ورځې مخکې لا ترمپ دغه پلان شوې سرمشريزه اصلا لغوه کړې وه. امریکا غواړي شمالي کوريا دې ته راولي چې خپله اتومي تګلاره پرېږدي.
راپور: ناټو غواړي چې د تيار سئ ځواک جوړ کړي
ناټو د رسنيو د راپور په حواله غواړي چې يو نوی د چټکې مداخلې ځواک جوړ کړي چې ښايي ۳۰ زره سرتېري به لري او کوم چې د دېرشو ورځو په جريان کې ماموريت ته چمتووالی نيولی شي. د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼه کاږي چې دغه کسان به په سلګونو جنګي الوتکو او کښتيو هم سمبال شي. هدف يې دا ښودل شوی چې له روسيې څخه د بريد په صورت کې به د ناټو له خوا د غبرګون ښودلو وړتيا لا ښه شي.
کاناډا هم پر فولادو د امريکا د تعرفو ضد لاره خپلوي
له اروپايي اتحاديې څخه يوازې يو څو ساعته وروسته کاناډا هم د تجارت له نړيوال سازمان سره د متحده آيالاتو د اضافه تعرفو پر ضد د دعوې اعلان کړی دی. د بهرنيو چارو وزيرې، کريستيا فريلند، وويل چې پر فولادو او المونيمو دغسې جزايي تعرفې «غير قانوني» دي او د تجارت د نړيوال سازمان د مقرراتو ضد هم دي. له اروپايي ټولنې څخه د فولادو او المونيمو د وارداتو په سر ځانګړې تعرفې د جمعې ورځې د سهار راهيسې پلې شوې دي.
د برازيل د تېلو د شرکت، پتروباس، مشر استعفا کړې
د برازيل د نيمه دولتي پېتروباس شرکت مشر، پېدرو پارېنته، په دغه هېواد کې د تېلو د لوړو بيو پر ضد له څو ورځو اوږدو مظاهرو وروسته استعفا کړې ده. تر اوسه پورې د پېتروباس شرکت کولای شوای چې په خپله خوښه د تېلو بيې تعيين کړي. تېره يکشنبه بيا ولسمشر، ميشل تېمر، وويل چې د ډيزلو بيه به له دې وروسته هره مياشت د دولت له خوا ټاکل کیږي. د بېتروباس د ونډو کاغذونو اوس ۱۷ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی.