د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د مېرکل او ترمپ په خبرو کې پرمختګ ونه ليدل شو
د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل ته په ظاهري مهربانۍ سره د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، له خوا په سپينه ماڼۍ کې هر کلی ويل شوی دی. خو په شخړه يزو مرکزي سوالونو کې د دغې لنډې کتنې په ترڅ کې ډېر پرمختګ نه دی شوی. مېرکل او ترمپ نه له ايران سره د اتومي تړون په سر او نه د متحده آيالاتو له خوا د لوړو تعرفو په برخه کې د موافقو اعلان کړی دی.
ترمپ نه غواړي چې پر شمالي کوريا بنديزونه لرې کړي
د متحده آيالتو ولسمشر، دونالد ترمپ غواړي چې پر کمونيستي شمالي کوريا باندې اقتصادي فشار ته دوام ورکړي. ترمپ وويل چې دغه جزايي تعزيرات به پر خپل ځای پاته شي چې په خبره يې نه غواړي د متحده آيالاتو د پخوانو حکومتونو اشتباهات تکرار کړي. دغه فشار ته به تر هغه پورې دوام ورکړل شي، چې سیمه په بشپړه توګه غير اتومي شوې نه وي.
برلين او پاريس غواړي چې په اروپا کې اصلاحات چټک کړي
آلمان او فرانسه غواړي چې تر اوړي پورې د يورو د زون د اصلاحاتو له پاره يو ګډ پلان وړاندې کړي. د فرانسې د ماليې وزير، برونو لې ماير، وويل چې دواړه هېوادونه يو عين مشترک هدف لري، يعنې يو ټينګ او سره ښه مدغم شوی د يورو زون. هغه د بلغاريې په صوفيه ښار کې د آلمان له ماليې وزير، اولاف شولڅ، سره يو ځای د يوې غير رسمي ليدنې کتنې په وخت دغه خبره وکړه.
په ميانمار کې د اقليت پر ضد نوی تاوتريخوالی
د ميانمار له شمال څخه د کډوالو د تښتېدلو په هکله نوي رپوټونه خپاره شوي. په سيمه کې د ملګرو ملتونو د بېړنۍ مرستې د دفتر مشر، مارک کاتس، وويل چې په تېرو دريو اوونيو کې څه باندې ۴۰۰۰ انسانان د کاچين په نوم له شمالي آيالت څخه تښتېدلي دي. علت يې د پوځ او د کاچين د خپلواکۍ د ډلې په نوم د ياغي سازمان تر منځ نښتې دي. د ميانمار په شمال کې د روان کړکېچ په هکله تر اوسه پورې هومره ډېر رپوټونه نه دي خپاره شوي.
په اکوادور کې د ژورناليستانو تر وژنو وروسته استعفاوې وشوې
د يوې ورځپاڼې د درېو همکارانو تر قتل وروسته د اکوادور د کورنيو چارو وزير، سېزار ناواس او د دفاع وزير، پاتريسيو زامبرانو، استعفا ورکړې ده. ولسمشر، لېنن مورېنا ورته د لسو ورځو ضرب الاجل ټاکلی و څو د قتلونو مشکوک عامل، ګواچو، پيدا کړي. دغه ټاکلی وخت د جمعې په ورځ پای ته رسېدلی و. «ګواچو» د کلمبيا د پخوانو فارک ياغيانو د يوې ډلې مشري کوي چې په ګاونډي هېواد کې د ۲۰۱۶ کال د سولې تړون ردوي.
د غزې په تراړه کې خونړي احتجاجونه وشول
د غزې په تراړه کې له اسرائيلي عسکرو سره په تازه نښتو کې څلور فلسطينيان وژل شوي دي. څه باندې ۱۵۰ تنه په ډزو ټپيان شوي هم دي. په غزه کې د روغتيا وزارت ويلي چې اوښکې بهونکی ګاز هم استعمال شوی دی. د عيني شاهدانو په خبره فلسطينيانو پر عسکرو باندې تيږې غورځولې وې. د مارچ مياشتې د پای راهيسې ۴۵ تنه فلسطينيان په پراخو احتجاجونو کې وژل شوي او څه باندې ۵۵۰۰ ژوبل شوي دي.
په چين کې د فلمونو لوی ښار پرانيستل شو
دا به ښايي هاليووډ ته د چين جواب وي: د چين په ختيځ د چينګداو په ښار کې د ستوډيوګانو لرونکې يوه پراخه ساحه پرانيستل شوې ده، چې چينايي فلمي صنعت ته پکې وده ورکول کيږي او داسې ټاکل شوې ده چې د متحده آيالاتو له ستوډيوګانو سره به سيالي په کې وشي. د چين تر ټولو شتمن سړي، وانګ جيانلين، تقريبا شپږ نيم مليارډه يورو د «چينګداو مووي متروپوليس» په نوم په دغه پروژه کې پانګونه کړې ده.