د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
امريکا، فرانسې او بريتانيې پر سوريې حمله وکړه
د امريکا متحده آيالاتو، فرانسې او بريتانيې د جمعې ورځې په نيمه شپه کې پر سوريې باندې هوايي بريدونه کړي دي. د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، له دې مخکې ويلي ول چې په هغو هدفونو باندې يې د «دقيقو بريدونو» امر کړی دی چې د سوريې د واکمن، بشار الاسد، له کيمياوي وسلو سره تړاو لري. ترمپ اضافه کړې ده چې دا د خپل ولس پر ضد د سوريې د حکومت له خوا د کيمياوي وسلو د استعمال په غبرګون کې شوي دي.
ګوتېرش د سوريې د کړکېچ له ترينګلتيا څخه خبرداری ورکړ
پر سوريې باندې د غربي متحدينو له خوا تر هوايي بريد وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوتېرش، د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو باندې د آرامه پاته کېدو غږ کړی دی. هغه په نيو يارک کې وويل چې د خطرناک وضعيت له کبله بايد د زياتې ترينګلتيا مخه ونيول شي. ګوتېرش دا هم وويل چې د امنيت په شورا کې بايد د کيمياوي وسلو د استعمال په صورت د پړې او مسووليت سپارلو له پاره يوه اغېزمنه د حل لاره پيدا شي.
مېرکل په سوريه کې پوځي بريد سم او مناسب وباله
د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل پر سوريې باندې د شوي بريد ملاتړ وکړ. هغې وويل چې دغه نظامي ماموريت اړين او مناسب و، څو د کيمياوي وسلو د غندنې د اغېزمنتيا تضمين وشي او د سوريې رژيم ته له نورو سرغړونو څخه خبرداری ورکړل شي. د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، وويل چې سوريه له سرې کرښې اوښتې وه. د بريتانيې صدراعظمې تريزا می، دغه عمل بې بديله وباله.
په افغانستان کې د رايه ورکوونکو نوم ليکنه پيل شوې
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د برق د قطع کېدو سربېره هم د پارلماني ټاکنو له پاره د رايه ورکوونکو نوم ليکنه پيل شوې ده. دغه انتخابات د مني د فصل له پاره پلان شوي دي. يوه مياشت اوس، وګړي کولای شي چې لومړی د ولايتونو په مرکزي ښارونو کې خپل نومونه ثبت کړي او د رايه ورکولو کارتونه تر لاسه کړي. په دويم پړاو کې به نوم ليکنه د ټاکنو د خپلواک کميسيون په حواله د هېواد په وړو ښارونو کې تر سره شي.
پوتين د سوريې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا ناسته وغوښته
د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، د لويديځو ځواکونو له خوا د سوریې پر تاسيساتو باندې تر پوځي بريد وروسته، د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا يوه ناسته غوښتې ده. د پوتين په خبره بايد په دغه ناسته کې د «امريکا د متحده آيالاتو او د متحدينو د متجاوزانه اعمالو» په هکله خبرې وشي. کرملين پر سوريې د بريد کلکه غندنه کړې، چيرته چې روسي ځواکونه يې په خبره له مشروع حکومت څخه د تروريزم پر ضد مبارزه کې مرسته کوي.
د ويني ماندېلا د ښخولو دولتي مراسم تر سره شول
په جنوبي افريقا کې په لسګونو زرو انسانانو د اپارتهايد يا نژادي تبعيض پر ضد له فعالې، ويني ماندېلا، سره خدای پاماني کړې ده. د جنوبي افريقا د لومړي تورپوستي ولسمشر، نېلسن ماندېلا، دغه پخوانۍ ښځه د اپريل په دويمه د ۸۱ کلنۍ په عمر مړه شوه. ويني ماندېلا د توکميز توپير پر ضد په مبارزه کې يو تر ټولو ځلانده خو همداراز ناندرئيز شصخيت و چې د سپين پوستو د رژيم له خوا تر شکنجې لاندې راغله او بيا تبعيد شوه.
د اوسکار ګټونکی، ميلوس فورمان، ومړ
د اوسکار د جايزې ګټونکی، ميلوس فورمان، مړ شوی دی. د هغه مېرمن مارتينا، د چک «سي تي کی» خبري اژانس ته ويلي دي چې دغه فلمي لارښود د جمعې په ورځ د ۸۶ کلنۍ په عمر له لنډې نارغۍ وروسته ساه ورکړې ده. فورمانس د «آمادېوس» په څېر نور ډېر مشهور فلمونه هم جوړ کړي دي.