د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
رسنۍ: مېرکل خپل منتقد شپان ته په کابينه کې ځای ورکوي
د آلمان صدراعظمه، انګلا مېرکل، ښايي د رسنيو د راپورونو په حواله خپل يو مشهور محافظه پال منتقد ته هم په خپله کابينه کې ځای ورکړي. د آلمان خبري اژانس «ډي پي آی» او د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼې په ورته توګه خبر ورکوي چې دغه ۳۷ کلن د ګوند د مالي چارو معاون، ينس شپان، به د روغتيا نوی وزير مقرر شي. د دفاع وزارت به له دې مخې د اوس په څېر هم د اورزولا فون دېر لاين په مشرۍ چليږي.
هند او پاکستان د کشمير په سر نښته کړې
په کشمير کې د ۲۰۰۳ کال د اوربند راهيسې په لومړي ځل د درنو وسلو په ذريعه د ډزو تبادله شوې ده. دواړو خواو د هندي پوليسو په حواله له توپخانو څخه کار اخيستی چې له کبله يې په سلګونو ځايي اوسېدونکي تښتېدلي دي. علت يې نه دی څرګند شوی، خو ترينګلتيا په فبرورۍ کې زياته شوې وه وروسته له هغه چې د هند په يوې پوځي اډې باندې په بريد کې شپږ تنه عسکر وژل شوي ول. هند په دغې پېښې پسې د غچ اخيستلو ګواښ کړی وو.
د چين مرکزي کميټه د ولسمشر کاري دوره غځول غواړي
د چين د ځواکمنې مرکزي کميټې په غوښتنه ښايي د ولسمشر او د هغه د مرستيال کاري وخت له دوو دورو څخه لا پسې وغځول شي. د دولتي خبري اژانس شينهوا په حواله به د دورې د محدودولو مقرره له اساسي قانون څخه حذف شي. برحاله ولسمشر، شي جينپينګ، د ۲۰۱۳ کال راپه دې خوا د ياد هېواد مشري پر غاړه لري، چې ټاکل شوې ده په مارچ مياشت کې د پارلمان يعنې ملي ولسي کنګرې له خوا به يې دويمه کاري دوره هم تائيد شي.
د امنيت شورا په يوه خوله اوربند ته رايه ورکړه
له ورځو اوږدو خبرو اترو وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په سوريه کې د اوربند په نفع پرېکړه ليک تصويب کړ. د ملګرو ملتونو تر ټولو عالي مرجعې په نيو يارک کې د رايو په اتفاق سره ډېر ژر او لږ تر لږه د ۳۰ ورځو له پاره اوربند وغوښت. په مرسته به يې عامو خلکو ته کمکونه ورسيږي او تر ټولو سخت ژوبل کسان به نورو ځايونو ته ورانتقال شي.
شمالي کوريا نوي بنديزونه وغندل
شمالي کوريا د انتظار سره سم د متحده آيالاتو له لوري نوي بنديزونه په کلکه غندلي دي. د شمالي کوريا د دولتي خبري اژانس «کی سي ان آی» د خبر پر اساس په پيونګ يانګ کې د دفاع وزارت ياد نوي بنديزونه د المپيک د ژمنيو لوبو تر وروستۍ لمانځنې مخکې د جګړې د ګواښ په څېر يوه خبره بللې ده. د شمالي کوريا د اتومي تګلارې له کبله د امريکا متحده آيالاتو د جمعې په ورځ پر ډېرو شرکتونو باندې جزايي تدابير وضع کړي ول.
د «غرض راسره مه لره» فلم د برليناله د طلايي يږ جايزه وګټله
په برلين کې د فلمونو د نړيوال فستيوال اصلي جايزه سږ کال رومانيا ته ځي. د برليناله بين المللي ژوري د توم توايکر په مشرۍ د «تاچ مي نوټ» يا «غرض راسره مه لره» په نوم تجربوي فلم انتخاب کړی دی. د ژوري له خوا ځانګړې جايزه د شنبې په ماښام پولنډۍ فلمي لارښودې، مالګورزاتا سڅوماوسکا د ټولنيز افسانوي فلم، «توارڅ» چې په پښتو کې د (مخ) معنی ورکوي، ګټلې ده. دواړه فلمونه مخکښه نه بلل کېدل.