د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
يوه ايرانۍ مسافر لېږدونکې طياره لويدلې
په ايران کې داسې يوه مسافر لېږدونکې طياره لويدلې ده چې شپېته تنه پکې سپاره ول. د فارس خبري اژانس خبر ورکوي چې دغه د آسمان ايرلاينز د شرکت الوتکه د تهران مهرآباد له هوايي ډګر څخه د هېواد په جنوب لويديځ کې ياسوج ته په لاره وه. ويل کيږي چې هيڅ تن د طيارې د شپږ کسيزې عملې په شمول د سميرم ښار ته څېرمه په دغه حادثه کې ژوندی پاته شوی نه دی. د طيارې د لوېدلو علت لا ناڅرګند دی.
ترکيه له آلمان څخه د ټانکونو په برخه کې همکاري غواړي
د ترکيې له تحقيقاتي بند څخه د ژورناليست، دنيس يوجل، تر آزادېدلو وروسته اوس انقره له آلمان سره د پوځي تجهيراتو په برخه کې د زياتې همکارۍ هيله لري. د ترکيې صدراعظم، بن علي يلديريم، د مونشن د امنيتي کنفرانس په څنډه کې وويل چې هغه غواړي چې آلمان دې د «آلتاي» په نوم د ترکيې د پلان شوي ټانک په جوړولو کې برخه واخلي. د يلديريم په نظر له دغسې يوې همکارۍ څخه دواړه لوري ګټه پورته کولای شي.
اسرائيلي پوځ د غزې په تراړه کې هدفونه په نخښه کړل
د غزې د تراړې په سرحد کې د يوې چاودنې په غبرګون کې د اسرائيلو پوځ، د فلسطينيانو په سيمه کې پر هدفونو باندې حملې کړې دي. د فلسطيني امنيتي ځواکونو د څرګندونو په حواله د حماس څو مورچلونه د هوا د لارې په نخښه شول. ويل کيږي چې دوه تنه ځوان فلسطينيان د رفح په ختيځ کې د اسرائيلي عسکرو له خوا په ډزو ويشتل او وژل شوي دي.
نتانياهو ايران ته سخت اخطار ورکړ
د اسرائيلو صدراعظم، بنيامين نتانياهو، ايران ته په نژدې ختيځ کې د وضعيت له ترينګلتيا څخه اخطار ورکړی دی. نتانياهو د مونشن په امنيتي کنفرانس کې د ايران د بهرنيو چارو وزير، محمد ظريف، ته په خطاب کې وويل چې «مه مو ازمويئ». د نتانياهو يوه اوسپنيزه پرزه په لاس کې پورته کړه چې د هغه د څرګندونو په حواله د داسې يوې ايرانۍ بې پيلوټه الوتکې برخه وه چې د سوريې له خوا د اسرائيلو هوايي حريم ته ورننوتلې وه.
اوزدمير ته په مونشن کې ساتونکي ورکړل شول
د آلمان د زرغون ګوند پخواني مشر، جيم اوزدمير، ته د مونشن په امنيتي کنفرانس کې له ترکي پلاوي سره تر تصادفي مخامخېدنې وروسته د پوليسو له خوا ساتونکي ورکړل شوي دي. د «وېلت آم زونتاګ» ورځپاڼه خبر ورکوي چې اوزدمير د ترکيې د صدراعظم، بن علي يلديريم، له پلاوي سره په عين هوټل کې مېلمه و. د ورځپاڼې په حواله ترکانو د اوزدمير په هکله شکايت کړی دی، چې ګويا يو «تروريست» ورسره يو ځای په هوټل کې موجود و.
واشنګټن غواړي چې په سوريه کې د روسانو وژنه وڅېړي
د سوريې په ختيځ کې د پنځو روسانو تر مرګ يوه نيمه اونۍ وروسته واشنګټن د يوې څېړنې د تر سره کولو اعلان کړی دی. د دفاع وزير، جيم ماتيس، له اروپا څخه د پرواز پر وخت وويل دوی به هڅه وکړي «معلوم کړي» چې د فبرورۍ په اوومه په دغه پېښه کې څه شوي دي. د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت د څرګندونو په حواله وژل شوي روسان عسکر نه دي. د رسنيو په حواله هلته البته ډېر روسي اجير جنګيالي حضور لري.