د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په متحده آيالاتو کې د بودجې بندښت
د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، له خوا قدرت ته د رسېدلو په کالورځ د هغه حکومت اوس په ټپه درېدلی دی. د امريکا فدرالي حکومت د پورونو حد اکثر پولې ته رسېدلی دی چې له کبله يې په اتوماتيک ډول لګښتونه بنديږي. دغه حالت ته «شاټ داون» وايي. په سنا کې هغسې هڅې څو يو موقتي قانون تصويب شي، د دموکراتانو د مخالفت له کبله ناکامې شوې. په لسګونو زره حکومتي کارکوونکي بايد اوس په کورو کې پاته شي.
ترکيې په سوريه کې کردان په نخښه کړل
د ترکيې پوځ د خپلو څرګندونو په حواله يو ځل بيا د سوريې په شمال کې کردان په نخښه کړي دي. د ترکيې پوځ ويلي دي چې هغه د کردانو د ولس د دفاع د واحد يا «واي پي جي» مورچلونه ول. په وينا يې دا کار د د افْرين له سيمې څخه د شوو ډزو په غبرګون کې شوی دی. انقره دغه د کردانو ډله يو تروريستي سازمان ګڼي، په داسې حال کې چې متحده آيالات يې د داعش په وړاندې په جګړه کې خپل متحد بولي.
مېرکل او مکرون د يوې لا ښې اروپا له پاره پلانونه جوړ کړل
د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون، غواړي چې په اروپايي اتحاديه کې اصلاحات دې چټک شي. مېرکل له پاريس څخه د ليدنې پر مهال وويل چې تر مارچ مياشتې پورې به د ارويايي اتحاديې د پياوړتيا له پاره د دواړو مشرانو تصورات وړاندې شي. آلمان او فرانسه د دغو سياستوالو په خبره په ډېرو موضوعاتو کې مخکښه رول لوبولی شي.
رسنۍ: د اخراج له پاره کافي پرسونل نشته
د جرمني فدرالي پوليس د رسنيو د يوه راپور په حواله په زياتېدونکې توګه ستونزې لري څو د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج له پاره کافي پرسونل په اختيار کې ورکړي. د «دېر شپيګل» خبري مجله ليکي چې دغه خبره په تېره بيا افغانستان ته د الوتنو په برخه کې صدق کوي. په حواله يې د سه شنبې په ورځ کابل ته د کډوالو د ايستلو د الوتنې له پاره يوازې ۳۵ مامورين په خپله خوښه حاضر شوي ول چې دا شمېر «په څرګند ډول ډېر لږ» دی.
سوسيال دموکراتان او له کنګرې مخکې لوی ائيتلاف ته د غړو دعوت
د آلمان په سوسيال دموکرات ګوند کې مخکښه مشران هڅه کوي څو له مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو سره د ائيتلاف جوړولو په سر خبرو اترو ته مثبته رايه ورکړل شي. په بن کې به سبا د يکشنبې په ورځ په يوه ځانګړې کنګره کې د دې په سر پرېکړه کيږي. د سوسيال دموکرات ګوند مشر، مارتين شولڅ، د آلمان د خبري اژانس په حواله د اي ميل د لارې په يوه ليک کې د ازمايښتي خبرو اترو پايلې د تائيد له پاره بلنه ورکړې ده.
د دفاع استازی: پوځ سل په سلو کې د دفاع وړتيا نه لري
د آلمان د پارلمان د دفاعي چارو استازی، هانس پېتر بارتلس، په اوس وخت کې د آلمان د بشپړ پوځ په وړتيا کې شک لري. بارتلس د «فوکوس» مجلې ته وويل چې د دفاعي بودجې يو څه زياتېدل هم کوم تغيير نه راولي. په خبره يې په داسې حال کې چې په خارج کې د وړو واحدونو ماموريتونه ښه روان دي، د آلمان ټول پوځ «د مشترکې دفاع په چوکاټ کې بيا په اوس وخت کې ماموريت نه شي کولای».