د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په آلمان کې د ګوندونو مقدماتي خبرې اترې پيل شوې دي
د آلمان په پلازمېنه برلين کې د اتحادي ګوندونو او سوسيال دموکراتانو تر منځ د يو احتمالي ائتلافي حکومت جوړولو له پاره مقدماتي خبرې اترې شروع شوې دي. ښکېلو اړخونو په دغو خبرو اترو کې د همکارۍ اراده څرګنده کړې ده. صدراعظمې انګلا مېرکل وويل هغه خوشبينه ده چې لوی ائيتلاف به رامنځ ته شي. داسې ويل شوي دي چې د لوی ائيتلاف د جوړولو په سر مقدماتي خبرې اترې بايد تر جمعې ورځې پورې نتيجه ورکړي.
د ايران پارلمان د احتجاجونو په اړه تحقيق کوي
د يوې ځانګړې ناستې د لارې د ايران پارلمان په تهران کې په هېواد کې د وروستيو احتجاجونو تحقيق شروع کړی دی. د اصلاح غوښتونکو د عريضې په اساس د پارلمان استازو له حکومتي چارواکو سره د وروستيو احتجاجونو د دلايلو په هکله بحث وکړ. سپاه پاسداران يا انقلابي ساتونکو وويل چې امنيتي ځواکونو دغه مظاهرې ځپلې دي کومې چې ګويا د بهرنيو دښمنانو له خوا پيل شوې وې.
په فرانسه کې د ۲۰۱۵ کال د تروريستي پېښو ياد
په پاريس کې د تروريستي اسلامپالو بريدونو په دريمه کالورځ د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون او د پاريس ښاروالې، آن هيدالګو، د ۱۷ تنو قربانيانو ياد تازه کړی دی. دواړو سياستوالو د طنز د مجلې «شارلي هېبدو» د پخواني دفتر د ودانۍ مخکې د ګلانو ګېډۍ کښېښودله. د «هايپر کاشر» په نوم د دکان مخکې هم مراسم تر سره شول.
په سنګال کې وسلوالې حملې ۱۳ تنه وژلي
د افريقا په لويديځ کې پروت د سنګال په هېواد کې د تېرو پنځو کلونو راهيسې تر ټولو ناوړه د تشدد پېښه رامنځ ته شوې ده. په کاسامانس نومې ناندرئيزه سيمه کې وسلوالو بريد کوونکو ۱۳ تنه په ډزو وژلي او اووه تنه نور يې ژوبل کړي هم دي. د حملې پړه چا نه ده منلې، خو شک کيږي چې د «کاسامانس د دموکرات ځواکونو» بېلتون غوښتونکي غورځنګ به دا کار کړی وي.
د چين ساحل مخکې د ټانکرونو ټکر
وه ايرانۍ نفت لېږدونکې کښتۍ د چين په ختيځ سمندر کې له يوې چينايي بارلېږدونکې بېړۍ سره جنګېدلې ده چې له امله يې اور اخيستی دی. د چين حکومت ويلي دي چې ټول بار شوي مواد سمندر ته روتوی شوي او ۳۲ کسيزه عمله يې هم لادرکه ده. د ترانسپورت د وزارت په حواله دغه ټکر د شبنې په ماښام د شانګهای ښار د ساحل مخکې شوی دی.
فرانس ګال مړه شوه
فرانسوۍ سندرغاړې، فرانس ګال د اويا کالونو په عمر مړه شوې ده. د وياندې په حواله هغې په پاريس کې د سرطان مرض له کبله ساه ورکړه. ګال له نن څخه ۵۳ کاله پخوا د سندرو اروپايي سيالي ګټلې وه.