د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
فرانسه بېړنی حالت د ۲۰۱۷ تر جولای پورې غځوي
فرانسه غواړي چې بېړنی حالت د ۲۰۱۷ کال تر جولای مياشتې پورې وغځوي. نوي صدراعظم، بېرنارد کازنويف ويلي دي چې د ترهګرۍ د لاسه حاکم ګواښ دغه اړتيا ايجاده کړې ده. کابينې د مودې د تمديد غوښتنه کړې وه ځکه چې د يوه حکومت د استعفا وروسته بېړنی حالت په اوتومات ډول ۱۵ ورځې وروسته له منځه ځي. د سه شنبې په ورځ مانويل والس د صدراعظمۍ څخه استعفا کړې وه ځکه چې د ولسمشرۍ له پاره غواړي ځان کانديد کړي.
اروپايي ټولنې د سوريې پر حکومت د نويو بنديزونو لګولو اعلان کړی
په سوريه کې د حکومتي ځواکونو له خوا پر حلب باندې د دوامداره بريدونو له کبله اروپايي ټولنې د نورو بنديزونو اعلان کړی دی. د اتحاديې د بهرنيو چارو استازې، فېدېريکا موګرېني، د پاريس له غونډې مخکې وويل چې بنديزونه د هغو کسانو او سازمانو په وړاندې پلي کيږي چې د بشار الاسد له رژيم څخه ملاتړ کوي. په پاريس کې بيا د سوريې په اړه غونډه دايريږي چې د لويديځ او سيمې هيوادونه پکې د سوريې په هکله سلامشورې کوي.
امريکا سوريې ته نور عسکر استوي
امريکا غواړي چې تقريبا ۲۰۰ اضافه عسکر سوريې ته واستوي څو د داعش ترهګرې ډلې په وړاندې د جنګونو څخه ملاتړ وکړي. د دفاع وزير، اشتون کارتر په بحرين کې د يوې امنيتي غونډې په ترڅ کې وويل چې پکې ځانګړي ځواکونه، روزونکي او پوځي مشاورين هم شته. کارتر وويل چې د سوريې د اپوزيسيون ځواکونه يوازې ۱۵ کيلومتره د داعش له اصلي مرکز، الرقه، څخه لېرې واقع دي.
روسیې ښايي د امريکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وي
روسيې د يوې ورځپاڼې د راپور له مخې د امريکا متحده آيالاتو په انتخاباتو باندې نفوذ کړی دی، څو جمهوري غوښتونکی، دونالد ټرمپ، پکې بريا ته ورسيږي. «واشنګټن پوست» د سي آي آی د يوې ارزونې په حواله خبر ورکوي چې د روسيې له حکومت سره تماس لرونکي داسې کسان پېژندل شوي دي چې په زرګونو اي ميلونه يې د ويکي ليکس افشا کوونکې پاڼې ته لېږلي دي. خو د سي آي آی يوې وياندې نه غوښتل چې دا خبره تائيد کړي.
د «ايکسون» مشر به ښايي د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير جوړ شي
د امريکا د متحده آيالاتو راتلونکی ولسمشر، دونالد ټرمپ، ښايي وغواړي چې د خپل ټيم په حواله د نفتو د شرکت مشر، رېکس تيلرسون، د بهرنيو چارو د وزير په توګه مقرر کړي. د راتلونکي ولسمشر يوه کارکوونکي وويل چې ټرمپ به ښايي د اوونۍ په پای کې يو ځل بيا له تيلرسون سره خبرې وکړي. د نيو يارک ښاروال، رودي جولاني، په کابينه کې د دندې له خپلولو څخه په شا شوی دی.
په بلغاريا کې د يوه باروړونکي ګاډي چاودنې مرګژوبله اړولې
په بلغاريا کې د رېل ګاډي د يوې حادثې او چاودنې له کبله لږ تر لږه څلور انسانان وژل شوي دي. د پوليسو په حواله د بلغاريا په ختيځ کې د ګازي ډبيو لرونکی يو رېل ګاډی د اوسپنې له پټليو څخه وتلی او چپه شوی دی. له ۲۴ ډبيو څخه دوه چاودلي دي. څه باندې شل انسانان ټپيان شوي دي. د هيترينو په نوم کلي کې چېرته چې رېل ګاډی چاودلی دی، تقريبا ۲۰ کورونه هم نړېدلي دي. د پېښې اصلي علت لا څرګند شوی نه دی.
په اندونيزيا کې په لسګونو زره بې کوره شوي دي
د اندونيزيا په اچې ولايت کې د اوښتې زلزلې له کبله څه باندې ۴۵ زره انسانان بې کوره شوي دي. د طبيعي پېښو څخه د ژغورنې ملي ادارې ويلي دي چې تقريبا ۱۱۶۰۰ کورونه تخريب شوي دي. د چارشبنې ورځې د زلزلې په پايله کې څه باندې ۱۰۰ انسانان وژل شوي او څه باندې ۸۰۰ ټپيان شوي ول. ولسمشر، يوکو ويدودو، د جمعې په ورځ سيمې ته ورغلی او د بيا رغونې ژمنه يې کړې ده.
د نوبل جايزې ورکول کيږي، خو بوب ډيلن نه ورځي
په ناروې او سويډن کې د سږ کال د نوبل جايزې ورکول کيږي. د سولې په برخه کې جايزه په اوسلو کې د کلمبيا ولسمشر، خوان مانوېل سانتوس، ته ورکول کيږي چې د فارک له چريکانو سره د پخلاينې د سياست له کبله ستايل کيږي. په ستاکهالم کې د طب، کيميا، فزيک او اقتصاد د نوبل جايزې وېشلې کيږي. د ادبياتو په برخه کې جايزه بيا نه ورکول کيږي ځکه چې امريکايي سندرغاړي، بوب ډيلن، په دغو مراسمو کې د ګډون خبره رد کړې ده.