د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
چارواکی: طالبانو د لوګر ولایت مرستیال والي وژلی
د لوګر د ولایتي شورا مشر محمد ناصر غیرت، ویلي دي چې طالبانو د دې ولايت مرستیال خرم الدین شکیب او د هغه دوه ساتونکي وژلي دي. غیرت زیاته کړې ده چې پر خرم الدین شکیب باندې په برید کې د دغه افغان چارواکي ویاند هم سخت ټپي شوی دی. طالبان په لوګر ولایت کې پراخ حضور لري او وخت نا وخت پر افغان ځواکونو او چارواکو باندې بریدونه ترسره کوي.
طالبانو د پسرلنيو عملیاتو له پیل راهیسې ۲۳ افغان امنیتي ځواکونه وژلي
د طالبانو له خوا د چهارشنبې په ورځ د پسرلنيو عملیاتو تر اعلان وروسته، دغې ډلې د افغانستان په څلور ولایتونو کې د بیلابیلو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي. طالبانو د چهارشنبې په ورځ په فاریاب، کندز، بغلان او پروان ولایتونو کې بریدونه کړي.
افغان حکومت شکمن آلماني طالب آلمان ته وسپاره
آلماني چارواکو ویلي چې یو کس چې آلماني او پولندي تابعیت لري یې په افغانستان کې نیولی چې له طالبانو سره یې یوځای جګړه کوله. ایالاتي څارنوالانو روښانه کړې چې ۳۶ کلن توماس ک. د چهارشنبې په ورځ د فرانکفورت هوايي ډګر ته تر رسیدو وروسته، نیول شوی دی. شکمن کس د روان کال په فبروري میاشت کې د افغان امنیتي ځواکو نو له خوا په هلمند ولایت کې نیول شوی وو.
په فرانسه کې د ترهګرو سازمانونو د تمویل د مخنیوي په هدف غونډه روانه ده
تر۷۰ ډیرو هیوادونو استازي په پاریس کې د داعش او القاعدې ترهګرو ډلو د تمویل د مخنیوي په اړه بحث کوي. دغه بهیر د فرانسې د ولسمشر په نوښت پيل شوی دی، څو په اوږد مهال ډول د ترهګرۍ د ګواښ مخه ونیول شي. د دغې غونډې فرانسوي جوړونکي وایي چې په سوریې او عراق کې د داعش ماته د افغانستان، مالیزیا، فلیپین، یمن، مصر او یو شمیر افریقایي هیوادونو په څیر سیمو کې د ترهګریز فعالیتونو پیلولو ګواښ رامنځ ته کوي.
په امریکا کې یو مکرر قاتل تر ۴۰ کلونو وروسته ونیول شو
د امریکا متحدو ایالاتو پولیسو یو شکمن مکرر قاتل، د لومړي قتل له ترسره کیدو څه د پاسه ۴۰ کاله وروسته نیولی دی. د سکریمینو ښار څارنوالانو او پولیسو ویلي دي چې ۷۲ کلن جوزیف جیمز دی انګیلو، په کلفرنیا کې نیول شوی دی. څیړونکي شک لري چې دغه شکمن وژونکي چې د «طلایي ایالت وژونکي» په نوم شهرت لري د ۱۹۷۶ او ۱۹۸۶ کلونو تر منځ لږ تر لږه ۱۲ قتلونه کړي او تر۵۰ پر ډیرو ښځو باندې يې جنسي تیری کړی دی.
ماکرون د ایران د اتومي تړون د راتلونکې په اړه خوشبینه نه دی
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون، امریکا متحدو ایالاتو ته د خپل سفر په پای کې د ایران د اتومي تړون د راتلونکې په اړه خپله بدبینې څرګنده کړې ده. ماکرون په واشنګټن کې په وضاحت سره وویل چې هغه تمه لري چې دونالد ترمپ به خپل هیواد له دې تړون څخه بهر کړي. ماکرون زیاته کړې ده چې ترمپ د ایران او لویدیځو هیوادونو تر منځ له اتومي تړون څخه د وتلو کلکه اراده لري.
ملګرو ملتونو د سوریې د ادلب ښار په اړه اندیښنه څرګنده کړې
ملګرو ملتونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلب ښار د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه ولایت په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد د مخالفینو له وروستیو سنګرونو څخه بلل کیږي. په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي مارک لاوکوک، ویلي دي چې همدا اوس په دې ښار کې نزدې دوه میلیونه کسان بند پاتې دي او هره ورځ د بند پاتې شویو کسانو پر شمیر باندې نور هم ور اضافه کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د محکمې له خوا له دندې ګوښه شو
د اسلام آباد لوړي محکمې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، له انتخاباتي قوانینو څخه د سرغړونې له کبله د پارلمان له غړیتوب څخه محروم کړ. دا د پاکستان واکمن ګوند یا «د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند» ته چې د کال په پای کې راتلونکو ټاکنو ته چمتوالی نیسي یوه بله ستر ضربه بلل کیږي.