د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کي
په عراق کي دوو چاودنو ۴۵ تنه وژلي
د بغداد په شمال ختیځ کې دوو چاودنو نزدې ۴۵ انسانان وژلي دي. د پولیسو په حواله دغه چاودني د دیالا ایالت د باکوبه ښار په دوو بازارونو کې شوي دي. په دغو پيښو کې۸۰ کسان ټپيان شوي هم دي. تر دې دمه د معلوماتو له مخې یوه ځانمرگي برید کونکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد چولي دي. ویل شوي دي چې دوهم برید هم د موټر بم په وسیله شوی دی. د بريدونو مسئوليت افراطي ډلي «اسلامي دولت» منلی دی.
د اسد يو دوست د یوه چارواکي د وژلو په تور نیول شوی
په سوریه کې د یوه لوی چارواکي تر وژلو وروسته د ولسمشر بشارالاسد یو دوست نیول شوی دی. تر دې دمخه د وژل شوي کس د کورنۍ له خوا ویل شوي ول چې اسد په پام کې لري خپل د تره لمسي ته جزا ورکړي. پر سلیمان الاسد تور دی چې د هوايي ځواک یو ډگروال حسن الشیخ یې په بندري ښار لاتاکیه کې تر یوې ترافیکي لانجې وروسته ویشتلی دی. په لاتاکیه کې په زرونو خلکو مظاهرې وکړې او د سليمان الاسد د اعدام غوښتنه يې وکړه.
سعودي عربستان نه غواړي بدوي آزاد کړي
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په برلين کي د سفر پرمهال، د سعودي بلاگ لیکونکي رایف بدوي پر نیونه نړیوالي نیوکي په کلکه رد کړې. هغه روښانه کړه چې د هیواد عدلیه به یې به د بدوي په اړه خپلواکه پریکړه وکړي. ده زیاته کړه چې هیڅ ډول بهرنۍ مداخله ورته د منلو نه ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر له عادل الجبیر سره د ملاقات پر وخت د سیاسي بندیانو د آزادولو غوښتنه وکړه.
یونان د مرستي پروگرام په اړه د توافق خبر ورکړ
د یونان د مالیې وزارت په حواله دغه هیواد د نړیوالو پور ورکونکو سره د مرستې د دریم پروگرام د شرایطو په هلکه یوه توافق ته رسیدلی دی. د دې توافق له مخې د یورو حوزې دغه هیواد کولای شي په روان کال کې د دولتي بودجې د لگښتونو او مصارفو ترمنځ ۰.۲۵ سلنه مثبت توپیر ترلاسه کړي. په ۲۰۱۶م کال کې بیا د ۰.۵ او په ۲۰۱۷م کال باید دغه سلنه ۱،۷۵ ته لوړه شي. خو په ځينو نورو موضوعاتو کې جوړ جاړی و نه شو.
جاپان بیا اټومي برېښنا تولیدوي
جاپان د فوکوشیما تر اتومي ناورین وروسته په لومړي وار یو اتومي ریاکتور فعال کړ. د «کیوشو» په نوم د برېښنا د تولید شرکت له خوا ویل شوي دي چې د سویلي ایالت کاگوشیما د سیندای لومړۍ دستگاه به له جمعې ورځې بیرته د برېښنا په تولید پيل وکړي. د فوکوشیما تر پیښې وروسته جاپان ټول ۴۸ ریاکتورونه درولي ول او د بیرته فعالولو د مخه یې امنیتي تدابیر ډیر سخت کړي دي.