د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
پوتین د اټومي جنگ د مخ پر ډیریدونکي خطر څخه خبرداری ورکړی
د روسیې جمهور رييس ولادیمیر پوتین د اټومي جنگ له خطر څخه خبرداری ورکړ. پوتین د خپل کلني مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په مسکو کي وویل چي د هغه خطر باید له پامه ونه غورځول سي. د ده په خبره داسي یو تمایل موجود دی چي د اټومي وسلو د استعمال په مقابل کي موانع راکم سي. پوتین د دغه ډول مخ پر ډیریدونکي یوه خطر مسؤلیت د امريکا متحده ايالاتو پر غاړه وراچوي.
د سوریې څخه د امریکايي قواوو د وتلو فیصله د سختو انتقادونو سره مخامخ سوه
د سوریې څخه د امریکايي قواوو د وتلو په فیصلې سره جمهور رييس دونالد ترمپ د خپل گوند په دننه کي د سختو انتقادونو سره مخامخ سو. د جمهوري غوښتونکو ډیرو سناتورانو او استازو د یوې سختي غلطۍ څخه خبره کړې ده او د امریکايي قواوو د عاجلي وتلو له فیصلې څخه یې خبرداری ورکړی دی. پر دغي فیصلې باندي د ډیموکراټانو او امنیتي مسایلو د یوه تعداد کارپوهانو له خوا هم انتقادونه سوي دي.
په مراکش کي د محصلينو قتل امکان لري ترهگري عمل وي
په مراکش کي د دوو سکانډیناویايي وژل سوو سیلانیانو په قضیه کي دا شک مخ پر ډیریدو دی، چي هغه به یو ترهگري عمل وي. د ډنمارک صدراعظم لارس لوک راسموسن، ویلي دي چي ډیر شواهد د دې ښکارندویي کوي، چي د هغوی قتل سیاسي انگیزه لري او په دې ډول سره هغه یو ترهگري عمل دی. په همدې حال کي د مراکش پولیسو څلور شکمن کسان نیولي دي، چي د لويي څارنوالۍ په حواله د ترهگري ډلو سره ارتباط لري.
په ټوگو کي د پارلماني انتخاباتو تحریم
په ټوگو کي د پنجشنبې په ورځ د اپوزیسون پر تحریم سربیره پارلماني انتخابات دایریږي. په ۲۰۱۳م کال کي د وروستیو پارلماني انتخابتو پر وخت حکومتي گوند مطلق اکثریت په لاس راوړی ؤ. اپوزیسون هغه وخت پر دغه حزب باندي په انتخاباتو کي د تقلب تور لگولی وو. ځکه نو د همدې کال د اگست میاشتي څخه د غربي افریقا په دغه هیواد کي په تکرار سره احتجاجونه رامنځته کیږی، کوم چي د حکومت له خوا په ډیري بې رحمۍ سره ټکول کیږي.
جاپان د نهنگانو د نیولو له کمیسون څخه وځي
جاپان تصمیم نیولی دی، چي د نهنگانو د نیولو د بين المللي کمیسون ((IWC څخه ووځي، تر څو وکولای سي د نهنگانو خرڅلاو بیرته پیل کړي. د جاپان خبري آژانس کیودو د یوې داسي منبع په حواله چي نه یې غوښتل نوم یې یاد سي، رپوټ ورکړی دی، چي حکومت به د دې مطابق یوه فیصله د کال تر پایه پوري اعلان کړي.