د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
دويچه ويله به لږ وروسته، خو کره معلومات درته وړاندي کړي.
چارواکي: طالبانو په فراه کې اته پولیس وژلي
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې طالبانو په فراه ولایت کې لږ تر لږه اته پولیس وژلي. د فراه ولایت ویاند محمد ناصر ناصري، ویلي دي چې برید د پنجشنبې ناوخته د بکوا په وسلوالۍ کې هغه وخت رامنځ ته شو چې د پولیسو یو کتار د طالبانو تر برید لاندې راغی. د دغه افغان چارواکي په خبره طالبانو له څو اړخونو پر کتار باندې برید کړی دی. هغه روښانه کړه چې برید سیمې ته د کمکي ځواکونو تر رسیدو وروسته پر شا وتنبول شو.
یو شمیر ترکي افسرانو د ناټو به غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبورګ، د جمعې په ورځ وویل چې په دې سازمان کې د ترکیې یو شمیر افسرانو تر ناکامي کودتا وروسته د ناټو په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده. ستولتنبرګ روښانه کړه چې د ترکي افسرانو د پناه غوښتنې دوسیې به په انفرادي توګه په هر هغه هیواد کې چې هغوی د پناه غوښتنه کړې ده وڅیړل شي. هغه د دغو هیوادونو نومونه وا نه خیستل.
له آلمان څخه د اخراج شویو کډوالو شمیر لوړ شوی
له آلمان څخه د کډوالو د اخراجولو بهیر په وروستیو میاشتو کې ګړندی شوی دی. د "راینشه پوست" ورځپاڼې په حواله د روان کال له جنوري میاشتې څخه بیا تر سپتمبر پورې شاوخوا ۱۹۹۰۰ پناه غوښتونکي چې غوښتنلیک یې رد شوی وو، د هغوی اصلي هیوادونو ته لیږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول تیر کال کې له آلمان څخه ۲۰۹۰۰ پناه غوښتونکي ایستل شوي وو. دغه معلومات د آلمان د پولیسو په حواله خپاره شوي دي.
یوه ځانمرګي برید په عراق کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي
امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د عراق په فلوجه ښار کې یو ځانمرګي برید لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل. ویل شوي دي چې یوه ځان مرګي برید کوونکي د انبر ولایت په دې سیمه کې د واده د مراسمو پر مهال خپل موتر بم وچاوه. چاودنې ۴۵ نور کسان ټپیان کړي هم دي. د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
پاکستاني سمندري ځواکونو يو هندی اوبتل له اوبو ایستلی
د پاکستان سمندري ځواکونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یو هندي اوبتل یې له پاکستاني اوبو څخه ایستلې ده. پاکستان په داسې حال کې دا خبر ورکوي چې د نوي دهلي او اسلام آباد تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغه اوبتل د نومبر پر ۱۴مه نیټه موندل شوې چې د فشارونو له کبله د پاکستان اوبو ته داخل شوې وه. هندي چارواکو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.