د نړۍ مهم خبرونه له انځوره سره
د جورج ډبلیو بوش پلار او د امریکا پخوانی ولسمشر ومړ
د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر او مشر بوش، د شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په لومړۍ نیټه) د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شو. نوموړی د امریکا يوڅلويښتم ولسمشر وو. د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، جورج بوش، نن د شنبې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د ۱۹۸۹ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۳ م کاله پورې د امریکا ولسمشر وو. بوش د دغه هیواد په جمهوري غوښتونکي ګوند پورې تړاو درلود.
شاوخوا ۵۷ زره د دولدونګ نه لرونکي بهرنیان باید آلمان ترک کړي
آلمان حکومت ویلي چې شاوخوا ۵۷ زره بهرنیان چې په دې هیواد کې د «دولدونګ» په نامه سند نه لري، باید دغه هیواد ترک کړي. په دې کسانو کې زیاتره یې افغان پناه غوښتونکي دي. د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې د کیڼ اړخو د ګوند د غړې اولا یلپکه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د آلمان حکومت ویلي چې شاوخوا ۵۷ زره بهرنیان چې په آلمان کې دولدونګ يعنې د اخراج د ځنډولو سند نه لري، باید دغه هیواد ترک کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د جنسي ځورونې له تورونو سره مخ شوی
ګاردین ورځ پاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون لوړپوړو چارواکو د دې فدراسیون ځینې ښځینه لوبغاړې له جنسي پلوه ځورولي دي او له دوی څخه یې جنسي ناوړه ګټه اخیستې ده. فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون هم د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې هکله یې پلټنې روانې کړې دي. د فوټبال د ښځینه لوبډلې لوبغاړې شبنم مبارز وویل چې د اردن د سفر پرمهال ځینې نجونې ځورول شوي دي.
په جي ۲۰ کنفرانس کې امریکا بیا خپل مخالفت څرګند کړی
د۲۰ سترو صنعتي او د صنعت په حال کې د هیوادونو مشران د ارجنتاین په پلازمینه بونیس ایرس کې راټول شوي او غواړي چې پر یوې ګډې تګلارې باندې توافق وکړي. تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دوی به په دې ناسته کې په ګډه سره د یوې ګډې بیانیې په برخه کې توافق وکړي او که نه. د امریکا متحده ایالات د دې نړیوال کنفرانس په بیانیه کې د ځمکې د تودوخې او د ګلخانه ایي ګازاتو د یادولو په برخه کې د نظر اختلاف لري.
په امریکا کې زلزلې پراخ زیانونه اړولې دي
د امریکا متحده ایالاتو په آلاسکا او انکوریج ښارونو کې د ریشتر په کچه ۷ درجې یوې زلزلې د دې ښارونو ګڼ شمیر ودانۍ ولړزولې. د دې ایالت پولیسو د استوګنې کورونو ته د سخت زیان رسیدو خبر ورکړی دی. تر اوسه پورې د زلزلې په پایله کې د احتمالي وژل شوو کسانو او ټپیانو په هکله معلومات په لاس کې نه شته. تر زلزلې شیبه وروسته په دې سیمه کې د څونامي د خطر زنګ هم وهل شوی وو چې بیا وروسته بیرته لغو کړل شو.