د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
کابل د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه دی
د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د تازه هڅو په لړ کې کابل د چین او پاکستان د خارجه وزیرانو کوربه دی. دریو هیوادونو د سولې د ممکنه خبرو، سیاسي او اقتصادي همکاریو په برخه د ګډ کار ژمنې کړي دي. کابل ته تر سفر وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې چین او پاکستان په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او ثبات غوښتونکي دي.
آسترالیا غربي بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمیني په توګه وپیژاند
آسترالیا غربي بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژاند. د آسترالیا لومړي وزیر سکات موریسیون وویل چې د آسترالیا سفارت به تر هغه پورې په تل ابیب کې پاتې شي څو چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د سولې توافق رامنځ ته شي. موریسیون زیاته کړې چې همدا چې د دوو دولتونو د جوړیدو له پاره د حل لار وموندل شي، آسترالیا غواړي چې شرقي بیت المقدس د فلسطین د پلازمیني په توګه په رسمیت وپیژني.
د هند په یوه زیارت کې د وریژو د خوړو له کبله ۱۱ کسان وژل شوي
د رپوټونو په حواله د هند په یوه زیارت کې ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. رپوټونه وايي چې د دې کسانو د مرګ دلیل په زیارت کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې ظاهرا د زهري وریژو خوړل دي. د هند د کارناتاکا ایالت په چمراج نګر سیمه کې د روغتیا د برخې چارواکي پرسات د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د دې پیښې په پایله کې ۹۳ تنه نور کسان روغتون ته انتقال شوي چې له دې ډلې څخه دې ۲۹ تنو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
مایک مولواني د ترمپ د دفتر د نوي مشر په توګه ټاکل شوی
دونالد ترمپ مایک مولواني د خپل دفتر د نوي مشر په توګه په دنده ګمارل دی او په دې توګه ۵۱ کلن مولواني به د جان کلي ځای ونیسي. د متحده آيالاتو ولسمشر دغه نوی خبر د خپلې معمولې لارې څخه خپور کړ: د تويتر په يوه پيغام کې يې وليکل چې د بودیجې د چارو مشر، ميک ملواني، به د سپينې ماڼۍ د دفتر سرپرست مشر وټاکل شي. دا چې دغه ۵۱ کلن سياستوال به يوازې په موقتي توګه دغه دنده اشغالوي که څنګه، لا څرګنده شوې نه ده.
د اوربند سربیره په یمن کې تازه شخړې شوي
د یمن په بندري ښار حدیده کې د اوربند د توافق سربیره، د یمن حکومتي ځواکونه او یاغیانو په وسلوالې نښتې لاس پورې کړی دی. د یاغیانو د رپوټونو په حواله، د دې سربیره د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف هم په دې سیمه باندې هوايي بمباري کړې ده. د یمن د حکومت او د حوثي یاغیانو ترمنځ پر دغه اوربند باندې توافق په سویس کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش پر وړاندې شوی وو.
د اقلیم په هکله نړیوال کنفرانس د تمې خلاف اوږد شو
د ملګرو ملتونو د اقلیم کنفرانس چې د پولنډ په کاتوویتس ښار کې روان وو، د پلان خلاف اوږد شو. د کنفرانس ګډون کوونکي هیوادونه په دې ونه توانیدل چې پر یو لړ مسایلو توافق ته ورسیږي. د پرمختيايي او پرمختللو صنعتي هیوادونو تر منځ يوه ټلواله چې د آلمان د چاپیريال وزيره، سوُېنيا شولڅه، په کې هم شتون او هم نقش لري، د جمعې په ماښام (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۱۴مه) پر مرکچيانو غږ وکړ چې زيات زړه او زړورتيا دې وښيي.