د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په بغلان کې طالبانو یوه کوچنۍ پوځي اډه ویجاړه کړې
افغان چاوراکي وايي چې په بغلان ولایت کې طالبانو د ملي اردو یوه کوچنۍ پوځي اډه تر نیولو وروسته ویجاړه کړې او په نښته کې د ملي اردو ۱۲ سرتیري هم وژل شوي دي. د جسدونو د ټولولو پرمهال بله چاودنه هم شوې چې پکې څلور ځايي قومي مشران وژل شوي دي. صفدر محسیني، د بغلان د ولایتي شورا مشر وايي چې یاغیانو په دې برید کې چې د شنبې په ورځ ناوخته پیل شو، د پوځ دوه سرتیري له ځانه سره وړي او درې نور پکې ټپیان دي.
د لومړۍ نړیوالې جګړې د یادون په مراسمو کې د نړیوالو مشرانو ګډون
د نړۍ د ۷۰ هیوادونو رهبران او د حکومتونو مشران نن د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون په بلنه پاریس ته تللي څو د لومړۍ نړیوالې جګړې د یادون په مراسمو کې ګډون وکړي. له نن څخه سل کاله وړاندې یعنې د ۱۹۱۸م کال په همدې ورځ په ټوله فرانسه کې زنګونه و کړنګېدل او د فرانسې، بریتانیې او آلمان ترمنځ د اوربند اعلان وشو. د پخلاینې د نخښې په توګه، د نړۍ ټولو رهبرانو او مشرانو د یو بل پر اوږو باندې لاسونه کیښودل.
د ایران حکومت ښځو ته د فوټبال د تګ اجازه ورکړې
د ایران حکومت د دې هیواد میرمنو ته اجازه ورکړې چې د فوټبال د آسیا جام په پایلوبه کې لوبغالو ته ولاړې شي او دغه لوبې له نږدې څخه وګوري. د ایران د حکومت دغه اقدام ښايي د سپورت په نړۍ کې د میرمنو د نه حضور د پای ته رسیدو یوه نښه وي. د ایران خبري آژانس خبر ورکړی چې حکومت ایراني میرمنو ته په تهران کې د فوټبال آسیا جام سیالیو د پایلوبې د لیدلو اجازه ورکړې ده.
د یمن په بندري ښار حدیده کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي
د یمن په بندري ښار حدیده کې د تازه وسله والو شخړو په پایله کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي. زیاته شوې چې په وژل شوو کسانو کې ۴۳ تنه یې یاغیان دي او ۱۸ تنه یې حکومت پلوه عسکر دي. د یمن حکومتي ځواکونه هڅه کوي چې د دغه بندري مهم ښار کنترول له حوثي یاغیانو بیرته ونیسي. د نړیوالو مرستې او وارداتي توکي یمن ته د همدې بندري ښار له لارې داخلیږي.
په کلفورنیا کې اور له ۶۵۰۰ ډیر کورونه او دکانونه سوځولي
د امریکا په کلفورنیا ایالت کې په ځنګل کې د شدیدې اور لګیدنې له کبله لسګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور کسان د خپلو کورونو ترک کولو ته اړ شوي دي. د ځنګله دغه اور د کلیفورنیا په شمال کې پروت د پارادایز په نامه یو ښارګوټی په بشپر ډول سوځولی دی او له ۶۷۰۰ څخه ډیر کورونه او سوداګریز مرکزونه د اور په لمبو کې له منځه تللي. زیاته شوې ده چې د تیرې پیړۍ په ترڅ کې دې ته ورته ویجاړونکی اور نه وو لیدل شوی.
د اوکراین د بیلتون غوښتونکو په سیمو کې د اعتراضونو سربیره ټاکنې شوي
د نړیوالو اعتراضونو سربیره، نن یکشنبه د اوکریان په شرق کې د بیلتون غوښتونکو په سیمه کې ټاکنې ترسره شوې. د لوګنسک او دونِسک په سیمو کې په دې ټاکنو سره د اوکراین مؤقت رهبران لیونیدي پاسنشینک او ډینیس پوشیلین د خلکو له لوري ټاکل کیږي او د دې سربیره په دې ټاکنو سره د اوکراین نوی پارلمان هم ټاکل کیږي. د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې په واضح توګه ویلي چې دوی د دې ټاکنو پایلې په رسمیت نه پیژني.