د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په کندز کې ۱۵ سرحدي پولیس وژل شوي دي
په کندز ولایت کې د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته باندې د طالبانو په برید کې ۱۵ سرحدي پولیس وژل شوي دي. د کندز له ولایتي شورا څخه سید عبدالله سادات ویلي چې نور ۱۳ پولیس ټپیان شوي هم دي. دغه پيښه په قلعه ذال ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د سادات په خبره طالبانو پوسته سوځولي او له ځانه سره یي وسلې هم وړي دي. په تیرو میاشتو کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو او مرکزونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
اتریش د خپلو پولو کنترول موده غځولې ده
اتریش د اروپایي اتحادیې کمیسیون خبر کړي دی چې له هنګري او سلواکیا سره یې د پولو کنترول غځولی دی. یوې ویاندې ویلي دي چې دغه خبر د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې چارواکو ته رسیدلی دی. د پولو د کنترول چارې چې په اصل کې د نومبر میاشتې پر یوولسمه نیټې پای ته رسیږي اوس د نورو شپږو میاشتو له پاره غځول غواړي. په اصطلاح د شینګن حوزې په ۲۲ غړو هیوادونو کې پر پوله کنترول موجود نه دی.
په نړۍ کې ۸۲۱ میلیونه انسانان له لوږې کړیږي
د لوږې پر ضد نړیواله مبارزه پڅه روانه ده. په برلین کې د ۲۰۱۸م کال نړیوالې لوږې په اړه خپاره شوي شاخص کې راغلي دي چې تر ټولو زیات په سویلي آسیا او د افریقا د صحرا په لویدیځو هیوادونو کې وضعیت جدي دی. زیاته شوې ده چې له دغه وضعيته تر ټولو زیات ماشومان کړیږي. د دغه رپوټ له مخې په ټوله نړئ کې ۱۵۱ میلیونه نجوني او هلکان د جسمې ودې بیرته والي سره مخامخ دي او ۵۱ میلیونه یې له خوروالي څخه کړیږي.
په ناورو کې د مهاجرو رواني درملنه درول شوې
بې سرحده ډاکټرانو د ناورو حکومت له لوري د مهاجرو د روانې درملنې درول غندلي دي. په سيډني کې د دغه سازمان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په ناورو کې د آسترالیا د مهاجرو په کمپ کې د انسانانو رواني وضعیت له حده زیات نه هیلي کوونکی دی. په دغه هیواد کې چې له ټاپو ګانو جوړ دی حکومت په کښتیو کې د راغلو مهاجرو له پاره د ډاکټرانو د نړیوالو سازمانونو درملنه درولې ده.
ترمپ او اردوغان د خاشقجي د قضیې د روښانه کیدو غوښتنه کړې
د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجې د ورکیدو په قضیه کې چې له یوې اوونۍ زیات وخت پر اوړي امریکا متحده ایالاتو او ترکیې پر ریاض باندې فشار زیات کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې نور «چپ نه شي پاتېدای» او په استانبول کې یې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ د ویدیويي فلم د خپریدو غوښتنه کړې ده. خاشقجي د اکتوبر پر دوهمه نیټه قونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته لادرکه دی.
د مایکل په نوم توپان په فلوریدا کې ویجاړی رامنځ ته کړی
د مایکل په نوم سمندري توپان د امریکا په شمال لویدیځ ایالت فلوریدا کې سخت ویجاړی رامنځ ته کړی دی. د توپانونو ملي مرکز په سیمه کې د یوه بې ساري توپان یادونه کوي، چې لا تر اوسه یې د ویجاړیو کچه معلومه نه ده. زیاته شوې ده چې د چهارشنبې په ورخ دغه توپان چې په یوه ساعت کې يې سرعت ۲۵۰ کیلومترو ته رسید، د دغه ایالت سواحلو ته ورسید. د ونو د رالویدو په پایله کې د لومړنیو ارقامو له مخې دوه تنه وژل شوي دي.