د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په وردګو ولایت کې د طالبانو په برید کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
د یکشنبې په ورځ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې طالبانو حکومتي ودانیو ته اور اچولی او د ولسوالۍ امنیه قوماندان یې له خپلو نهو تنو سرتیرو سره وژلی دی. د وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د برید په تړاو وویل چې طالبانو د ۱۰ پولیس سرتیرو تر وژلو وروسته پر یو شمیر ملکي کورونو باندې یرغل کړی، امنیتي پوستې یې ویجاړې او د بریښنا جریان یې قطع کړی دی.
د سعودي منتقد خبریال په ترکیه کې وژل شوی دی
د جمال خاشفجي په نامه د سعودي خبریال یوه اونۍ وړاندې په ترکیه کې لادرکه شوی وو. اوس ویل شوي چې د عربستان یوه ټیم هغه په استانبول کې وژلی دی. د ترکیې حکومتي ادارې په دې نظر دي چې د سعودي عربستان پیژندل شوی او د دې هیواد پر رژیم منتقد خبریال جمال خاشفجي د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
اسرائیل او روسیه د سوریې د موضوع پر سر خبرې کوي
د روسیې او اسرائیلو ترمنځ د ترینګلو اړیکو په هکله او همدا راز په سوریه کې روان وضعیت په تړاو، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې غواړي د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې وکړي. نوموړي وویل چې دوی د تلیفوني خبرو په ترڅ کې د یوه ملاقات په هکله توافق کړی ترڅو د دواړو هیوادونو امنیتي همغږۍ ته ادامه ورکړل شي. روسیه د ایران ترڅنګ د سوریې په جګړه له بشار الاسد څخه ملاتړ کوي.
هایتې هیواد شدیدې زلزلې لړزولی دی
د کريبين د هايتي هېواد شمال يوې زلزلې لړزولی دی. د راپورونو په حواله کورونه نړېدلي دي او څو تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. يوې سختې زلزلې د رسنيو د راپورونو په حواله د دغه هېواد په شمال کې لږ تر لږه يولس تنه وژلي دي. دغه خبر د «رېزو نود نيوز» په نوم انترنېټي پاڼې د چارواکو په استناد ورکړی دی. داسې هم ويل شوي دي چې ډېر شمېر کسان ژوبل شوي دي.
یوه فلسطیني دوه اسرائیلیان وژلي دي
د اردن سیند په لویدځه غاړه کې یوه فلسطیني دوه اسرائیلیان وژلي دي. د اسرائیلي رسنیو په حواله یوه فلسطیني وګړي د بارکان ښار ته څیرمه په صنعتي سیمه کې د یوې فابریکي پر یوه کارکوونکي د اور اچولو برید وکړ. د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو په اساس، په دې پیښه کې تر شدید ټپي کیدو وروسته یوې میرمنې او یوه سړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زیاته شوې ده چې یو بل ټپي کس اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د امریکا خارجه وزیر شمالي کوریا او جنوبي کوریا ته سفر کړی
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د دغه هیواد په پلازمینه پیونګ یانګ کې ملاقات وکړ. پمپیو د ټویټر له لارې د شمالي کوریا له میلمه پالنې مننه کړې او لیکلي یې دي چې یو ډیر ښه ملاقات وو. هغه زیاته کړې چې په په سینګاپور کې د ترمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون ترمنځ په ملاقات کې د اتومي وسلو د کمښت پر سر د توافق د عملي کولو په برخه کې به لا ډیر پرمختګ وشي.