د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
شیرخان فرنود په بګرام زندان کې مړ شوی
د کابل بانک بنسټ ایښودونکی او سهمدار شیرخان فرنود، د بګرام په زندان کې ومړ. هغه په ۲۰۱۳ کال کې په ۵ کاله بند محکوم شوی و خو د کابل بانک د دوسیې له بیا پرانیستل کیدو سره د هغه د بند موده ۱۰ کاله شوه. فرنود د کابل بانک، یو له اصلي سهمدارانو څخه وو چې د جمعې په ورځ د خپل حبس د تیرولو پر مهال په بګرام زندان کې مړ شو. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید هم دویچه ویله ته د دې خبرې پخلی کړی.
برلین ته څیرمه د ځنګه اور ګڼ شمیر کسان بې ځایه کړي
برلین ته څیرمه په څو سیمو کې د ځنګله د اور له کبله د یو شمیر کلیو اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوی دي. د ځنګله دغه اور د پوځي تجهیزاتو یوې سیمه ته نزدې لګیدلی چې خطر یې لا پسې لوړ کړی. د جمعې په ورځ د پلازمینې برلین ښار په څنډو کې شاوخوا ۳۰۰ اور وژونکي د اور د وژلو په هڅه کې دي. د اور له کبله د فرونس دورف، کلاوس دورف او ټیفن برونن د کلیو اوسیدونکي د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.
اتریش د یوه عراقي همجنسباز د پناه غوښتنه هم رد کړې
په اتریش کې د یوه افغان همجنسباز د پناه غوښتنې تر ردیدو وروسته د یوه عراقي چې وایي همچنس باز دی، د پناه غوښتنه رد شوې. چارواکو ویلي چې دغه پناه غوښتونکي د مصاحبي پر مهال په بې ساري توګه د نجونو په څیر کارونه کول. د اتریش چارواکو د دغه عراقي همجنسباز د پناه غوښتنه له دې امله رد کړې چې هغه د اروزنې د مصاحبې پر مهال ډیر د نجونو په څیر کارونه کول.
ایټالیا د مهاجرینو له کبله اروپايي ټولنې ته ګواښ کړی
ایټالیا ګواښ کړی چې که اروپايي ټولنه د هغو پناه غوښتونکو په اړه یو ګډ موقف خپل نه کړي چې د کښتیو په واسطه یې ایټالیا ته راوستي دي، نو دغه هیواد به اروپايي ټولنې ته پیسې ور نه کړي. د ایټالیا د ولسمشر مرستیال لویجي دي مایو، ویلي چې که د اروپايي ټولنې کمیسیون د جمعې ورځې په غونډه کې د مهاجرینو د ویش په هکله پریکړه ونکړي، نو ایټالیا چمتو نه ده چې اروپايي ټولنې ته خپل کلنۍ ۲۰ میلیونه ډالر سهم ورکړي.
میرکل: په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان ورګډیدل وخت غواړي
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په لنډ وخت کې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د ورګډیدو په برخه کې ډیره هیله منده نه ده ښکاره کړې. د ګرجستان په تفلیس ښار کې له یو شمیر محصلینو سره د خبرو پر مهال میرکل وویل چې د اروپايي ټولنې او ګرجستان ترمنځ نزدې همکاري موجوده ده خو اروپايي ټولنه نه شي کولی چې په لنډ وخت کې ګرجستان ته د اروپايي ټولنې د غړي کیدو تعهد ورکړي.
د جنوبي کوریا د پخوانۍ ولسمشرې د بند موده غځول شوې
د سويلي کوريا د استیناف محکمې د دغه هيواد د پخوانۍ ولسمشرې پارک ګوين هويې، د بند سزا ۲۵ کالو ته لوړه کړې ده. د دغې سياستوالې چې ۶۶ کاله عمر لري، پر ضد د اختلاس او رشوت تورونه د دغه هيواد د نوي تاريخ تر ټولو جدي افتضاح يا رسوايي بلل کيږي. د يونهاپ خبري آژانس د خبر له مخي د استیناف محکمې پر پخوانۍ ولسمشرې پارک د ۲۰ میلياردو وون چې تقریبا ۱۷ اعشاره ۳ مليونه ډالره کیږي نقدي جریمه هم لګولی ده.