د نړۍ مهم او لنډ خبرونه په متن او انځورکې
پاپ د کوریا د کړکیچ له پاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې
د نړۍ د کتولیک عیسویانو مذهبي مشر، پاپ فرانسیسکوس د نړۍ له هیوادونه غوښتنه کړې چې د شمالي کوریا په کړکیچ کې منځګړیتوب وکړي. له مصر څخه روم ته په راتګ سره هغه وویل چې د ناروې په شان هیواد باید هڅه وکړي چې د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا ترمنځ منځګړیتوب وکړي. نوموړي همدا راز وویل چې ملګري ملتونه هم باید نور په دپلوماتیکو مسلو کې رهبري په لاس کې واخلي.
د ترمپ لخوا د واک د لومړیو ۱۰۰ ورځو لمانځنه
د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د خپل کار ۱۰۰ لومړنۍ ورځې ډیرې جوړونکې وبللې. په دې موده کې نوموړي د عالي محکمې انتصاب او د سنا له لوري د دې محمکمې تاییدول، د ترانس پسفیک یا د آرام سمندر د دواړو خواوو له سوداګریز تړون څخه د امریکا ایستل، د اسهامو د بازار زیاتوالی او همدا راز د انرژۍ په برخه کې پرمختګ یې د خپل کار تر ټولو مهم کارونه وګڼل.
ترکیې ۳۹۰۰ دولتي مامورین له دندو ګوښه کړي
ترکیې یو ځل بیا هم د پولیسو او پوځ په لیکو ۳۹۰۰ ملکي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. د ترکیې حکومت وايي چې دغه کسان د زندانونو، د عدليي وزارت او د دیني چارو د وزارت کارکوونکي دي. په دې کسانو تور دی چې له «ترهګریزو سازمانونو او جوړښتونو» سره اړیکي لري او دوی د ترکیې د ملي امنیت له پاره ګواښ شمیرل کیږي. د لومړي ځل له پاره د چهارشنبې په ورځ، ۹۰۰۰ پولیس له دندو لیرې او بیا ۱۰۰۰ کسان نور یې توقیف شول.
په قرغزستان کې ځمکې ښویدنې ۲۴ کسان وژلي
په قرغزستان کې د ځمکې د ښویدنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي. دولتي چارواکو ویلي دي چې د دې هیواد د «اوش» په نام سیمې د یوه کلي شپږ کورونه د ځمکې تر ښویدو لاندې شوي دي. دې سیمې ته له ۲۵۰ ډیر د ژغورنې عمله لیږل شوې ترڅو له خلکو سره مرستې وکړي او د ژغورنې عملیات ترسره کړي.
مراکش او الجیریا د ملګرو ملتونو قطعنامه ستایلې
مراکش او الجیریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې قطعنامې هرکلی کړی چې په غربي سهارا کې یې د سولې راوستو له پاره طرح کړی دی. دغه قطعنامه هغه وخت تصویب شوه چې د پولیسارو په نامه د خپلواکۍ غورځنګ د جنجالي خاورې د ګورګورات له سیمې څخه خپل جنګیالي په شا کړل. وروسته له هغې چې په ۱۹۷۵م کال کې هسپانیا تر خپل استعمار لاندې دغه سیمه پریښوده، مراکش د غربي سهارا دسیمې د خپلولو دعوا کوله.