د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ایراني رسنیو د ۹ نورو مظاهره کوونکو د وژلو خبر ورکړی
د ایران د صدا او سیما خبري آژانس په دې هیواد کې د روانو مظاهرو په پایله کې د نهه نورو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. له دې سره نو په دې هیواد کې د مظاهرو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمیر لږ تر لږ ۱۹ تنو ته رسیدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ایران رسمي چارواکو خبر ورکړی دی چې په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۵۰ مظاهره کوونکو نیول شوي دي.
پاکستان د ترمپ د تویت له امله د امریکا سفیر احضار کړی
پاکستان د دې هیواد په اړه د ولسمشر ترمپ تر تویت وروسته، په اسلام آباد کې د امریکا سفیر دیوید هال د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی. ترمپ د ۲۰۱۸م کال په لومړي تویت کې پر پاکستان سختې نیوکې کړي وې. په پاکستان کې د امریکا سفارت یوه چارواکي تائید کړې ده چې هالې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي خو زیاتوي چې د غونډې د محتوا په اړه موږ کوم نظر نه لرو.
د آلمان د ډاکټرانو ټولنې د مهاجرینو د سن معلومولو معاینات رد کړي
په آلمان کې د ډاکټرانو ټولنه یا «بوندیز ارتڅ کامر» ویلي چې د مهاجرو د سن معلومولو له پاره د دوی د اجباري معاینې معرفي کول به «د یو شخص د فزیکي حریم نقض کولو» په معنی وي. د آلمان د ډاکټرانو ټولنې ویلي دي چې د مهاجرو د سن معلومولو اجباري معاینه له اخلاقي پلوه سم کار نه دی او پایلې یې هم دقیقې نه وي. د یو تورن افغان مهاجر په لاس د یوې نجلۍ تر وژلو وروسته د دغو معاینو ترسره کول شدید شوي دي.
ایران د عراق په شمال کې د کردانو په سیمه کې خپلې بندري لارې بیا پرانیستلي
تر درې میاشتو تیریدو وروسته، ایراني چارواکو د عراق په شمال کې د کردانو په سیمه کې خپلې دوې سرحدي لارې بیا پرانیستلي دي. د کردانو د سرچینو په حواله، د سه شنبې ورځې له سهار راهیسې خلکو او لارۍ ډوله موټرو ته د حاجي عمران او پرویز خان د سرحدي لارو څخه د تیریدو اجازه ورکړل شوې ده. ایران د کردستان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې په ځواب کې چې تیر کال ترسره شوه، خپلې دواړه سرحدي لارې تړلې وې.
د اسرائیلو په پوځي محکمه کې د اسرایئلي نجلۍ محکمه
یوې پوځي اسرائیلې محکمې یوه ۱۶ کلنه فلسطیني نجلۍ چې د کامرې پر وړاندې یې یو اسرائیلي سرتیری په څپیړه وهلی وو، په رسمي توګه تورنه وګڼله. یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کي خپره شوې، ښکاري چې ۱۶ کلنه احد تمیمي له دوو اسرائیلي سرتیرو سره تر لفظي شخړو وروسته، یو له سرتیرو څخه په څپیړه، سوک او لغته وهي. په ویډیو کې ښکاري چې دواړو اسرائیلي سرتیرو د هغې دغه کار ته کوم عکس العمل نه دی ښوولی.
د برازیل په زندان کې اخ او ډب او اور لګیدنه
د برازیل په یو زندان کې د دوو ډلو ترمنځ تر اخ او ډب وروسته لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۴ نور بیا ټپیان شوي دي. د رپوټونو په حواله په دغه زندان کې چې د برازیل په ګویاس ایالت کې پروت دی، د اور لګیدنې یوه پیښه هم رامنځ ته شوې ده چې له امله یې تر ۱۰۰ ډیر زندانیان په تیښته بریالي شوي دي. په برازیل کې اوسمهال ۷۲۶ زره او ۷۰۰ زندانیان شتون لري.