د نړۍ لنډ خبرونه له متن او انځور سره
پولیسو د سټکهولم د پیښې بریدګر نیولی دی
د سویډن چارواکو خبر ورکړی د جعمې د ورځې د لارۍ بریدکوونکی یې نیولی دی. د سویډن رسنیو خبر ورکړی چې نیول شوی کس ۳۹ کلن ازبک دی چې له اسلامي دولت ترهګرې ډلې سره هم اړیکې لري. د سویډن د سټکهولم ښار په بازار کې د جمعې ورځې په برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۵ نور بیا ټپیان شوي وو.
د چین او امریکا په اړیکو کې پرمختګ راغلی
د امریکا ولسمشر، ډونلډ ترمپ په واضح ډول د چین او امریکا د مشرانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ په هکله خبر ورکړ. نوموړي وویل چې له چین سره دې پریکړې ته رسیدلي یو چې د سوداګرۍ پر سر اختلافات او ستونزې راکمې کړو او د شمالي کوریا او نورو مسلو پر سره د ګډو همکاریو له پاره زمینه برابره کړو.
وینزویلا د اپوزیسیون د رهبر په کار بندیز وضع کړی
د جمعې په ورځ د وینزویلا حکومتي چارواکو د اپوزیسیون مشر هینریک کاپرلیس په دولتي ادارو کې پر ۱۵ کلن کاري بندیز وضع کولو سره له دولتي دندو منع کړ. په دې ترتیب سره کاپرلیس اوس نه شي کولای چې د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او له اوسني ولسمشر نیکولاس مادورو سره په ولسمشریزو ټاکنو کې رقابت وکړي.
د جنوبي افریقا مظاهره چیان د زوما لیرې کیدل غواړي
زرګونو کسانو په جنوبي افریقا کې مظاهرې وکړې او له واک څخه د ولسمشر یاکوب زوما د لیرې کیدو غوښتنه یې کوله. په دې مظاهرو کې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي هم دي. مظاهره کوونکو هغه وخت د زوما پر ضد مظاهرې وکړې چې نوموړي د کابینې ځینې وزیران تبدیل او د مالیي وزیره پروین ګوردهان یې له دندې ګوښه کړه. د یوهانسبرګ د پولیسو ویاند ویلي دي چې پولیسو پر قهرجنو مظاهره چیانو رابري مرمۍ ویشتلي دي.
ایټا سازمان خپلې وسلې تسلیموي او وسلواله مبارزه دروي
د ایټا ډله چې د «باسک هیواد او آزادي» مخفف دی، د لومړي ځل له پاره په ۱۹۵۹م کال کې د خپلو سیمو د خپلواکۍ له پاره د هسپانیې په شمال او د فرانسې په جنوب غربې سیمه کې خپل شتون اعلان کړ او اوس وروسته له تقریباً ۶۰ کلونو غواړي خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د آزادۍ غوښتنې وسلوالې مبارزې ته د پای ټکی کیږدي. یادې ډلې د فرانسې په جنوب غربي سیمه کې د خپلو وسلو د ۱۲ زیرمو لیست د فرانسې پولیسو ته سپارلی دی.
د لاهور پولیسو سره په نښته کې لس وسلوال وژل شوي
پاکستاني پولیسو د شنبې په ورځ ويلي چې د لاهور په ښار کې د پاکستاني طالبانو پورې تړلې د جماعت الحرار ډلې ۱۰ وسلوال کسان د یوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې وژل شوي. د پاکستان د پنجاب ایالت له ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې یوه ویاند د خپرې شوې اعلامیې له لارې ویلي دي چې وسله واله نښته ترسره شوې. کله چې نښته پای ته ورسیده، د وسلوالو کسانو لس مړي له سیمې څخه ترلاسه شوي کوم چې د خپلو ملګرو لخوا وژل شوي دي.