د نړۍ لنډ او مهم خبرونه
د نړۍ لنډ او مهم خبرونه
اروپايي ټولنې د ترکیې پروړاندې د آلمان د سیاست ننګه کړې
د اروپايي ټولنې کمیسیون د ترکیې پر وړاندې د آلمان د فدرال حکومت له تازه سیاسته ملاتړ کړی. د دې کمیسیون کمیشنر یوهانس هاهن د آلمانۍ رسنۍ «ډي ویلټ» سره په مرکه کې ویلي دي چې د ترکیې پر وړاندې د برلین موقف د درک وړ دی. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې د ترکیې پر وړاندې ټولو ښکیلو خواوو خپله ډیره حوصله په ثبوت رسولې خو انقرې دې حوصلې ته هیڅ ارزښت ورنکړ. ترکیې ته د وسلو صادرول او اقتصادې مرستې درول کیږي.
د مونشن د تیر کال د برید تلین ولمانځل شو
د آلمان په مونشن ښار کې د تیرکال د ډزو په یوه برید کې د قربانیانو خپلوانو او یو شمیر سیاستوالو د دې پیښې لومړنی تلین لمانځلی دی. د بایرن ایالتي صدراعظم هورست زیهوفر هم د ګډونوالو په ډله کې وو او ویې ویل چې دې پیښې د بایرن ایالت ته ټکان ورکړ او هغه کس چې دا کار یې کړی، هغه به هیڅ کله هم هیر نه شي. یو کال مخکې یو ۱۸ کلن ځوان پر خلکو ډزې وکړي او د نهو کسانو له وژلو وروسته یې ځان وژنه وکړه.
د داعش ډلې سره یوځای شوې یوه آلمانۍ انجلۍ نیول شوې
د آلمان په ډریسډن ایالت کې د څارنوالی یوه ویاند وویل چې تراوسه دا مشخصه نه ده چې دغه آلمانۍ انجلۍ د اسلامي دولت د جنګیالیو له جملې څخه ده او که نه. یاده نیول شوې انجلۍ تر نیول کیدو مخکې په آلمان کې د ښوونځي زده کوونکې وه، او اوسمهال په عراق کې د آلمان سفارت سره ده. دغه آلمانۍ انجلۍ په ۲۰۱۶م کال کې وروسته له هغې چې مسلمانه شوه، لاردکه شوې وه.
په هلمند ولایت کې د ډرون په برید کې د پولیسو درانه تلفات
په هلمند ولایت کې د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۶ پولیس سرتیري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي. د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سلام افغان، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې پیښه د جعمې په ورځ په شاوخوا ۵ بجو په داسې حال کې شوې چې پولیس سرتیري له طالبانو څخه د یوې سیمې په پاکولو بوخت وو. ناټو دغه پیښه تایید کړې او د پیښې له امله یې خپل ژور خفګان څرګند کړی.
د مصر په پوځي عملیاتو کې لسګونه وسلوال وژل شوي
د مصر په شمال د سینا نیمه ټاپو کې د مصري ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ سخت دریځي وژل شوي او ۵ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي. د دې هیواد پوځ رپوټ ورکړی چې په دې عملیاتو کې هوايی بریدونه او پولیس سرتیرو د هیواد له پوځ سره په ګډه برخه اخیستې وه. دا چې دغه وژل شوي کسان، په کومه ډله پورې تړاو لري، تراوسه معلومه نه ده خو په دې سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې یوه څانګه فعالیت کوي.