د «نړۍ د غبرګولي ماشومانو په پلازمېنه» کې د غبرګولیو ماشومانو جشن
د نایجریا په ایګبو-اورا ښار کې د غبرګولي ماشومانو د زېږون کچه لوړه ده. په همدې دليل دغه ښار ځان ته د «غبرګولیو پلازمېنه» وايي او د غبرګولي ماشومانو جشن لمانځي. د یوه جشن انځورونه درښيو.
د شاهي کورنۍ ګډون
د تېرې اوونۍ په پای کې (شنبه او یکشنبه) په سلونو کسانو د نایجریا ایګبو-اورا ښار کې د غبرګوليو ماشومانو جشن ولمانځه. په ګډونوالو کې شاهي کورنۍ هم برخه درلوده. د سیمې مشر اوبا کهینده، چې خپله هم غبرګ زېږېدلی، وويل: «په ایګبو-اورا کې ډېرې لږ داسې کورنۍ پیدا کيږي چې غبرګولي ماشومان ونه لري.»
په جشن کې کوچني ستوري
غبرګولي ماشومان د جشن په ورځ رنګينې او جالبې جامې اغوندې. د یوروبا خلکو په کلتور کې غبرګولیو ماشومانو ته ځانګړی درناوي کيږی.
د خوښيو ډک مراسم
کله چې د شنبې په ورځ دغه جشن پیل شو، ښار په ښادیو کې ډوب وو. د نڅا ځايي ټيمونو دغه جشن لا خوندور کړ. یو سور فرش هم هوار شوی وو چې په مختلفو عمرونو کې غبرګولي ماشومان او مشران پرې تېرېدل او خلکو ېې سیل کاوه. په نندارچیانو کې هم اکثره ېې غبرګولي ول.
د چارواکو ګډون
دغو مراسمو ته د یوالند سیمې له حاکم علاوه، نور لوړ پوړي چارواکي هم راغلي ول. په داسې حال کې چې د غبرګولیو ماشومانو زیږون د نړۍ په سطحه په ۱۰۰۰ کې شاوخوا ۱۲ دي، اما په څېړنو کې موندل شوې چې په ایګبو-اورا کې په زرو کې ۴۵ دي.
د غبرګولولیو ماشومانو د زیږون راز
دا چې ولې په دغه سیمه کې د غبرګولیو ماشومانو د زېږون کچه لوړه ده، ډېر نظرونه موجود دي. اکثره ځایي اوسيدونکي وايي د دې دلیل د دوی غذايي رژیم دی، په ځانګړې توګه د لېړوګانو پاڼې یا د کاساو په نوم يو ډول اوړه. خو کارپوهان پر دغه نظر شک کوي او وايي چې له علمي لحاظه غبرګ زیږونونه له غذايي رژيم سره تړاو نه لري.
د مود و فیش ورته والی
د دغه ښار ټول اوسېدونکي په دې باور دي چې دوه ګوني یا غبرګولي ماشومان یو رحمت دی. په همدې دلیل دوی ېې جشن لمانځي، هغه هم په داسې وخت کې چې نوی نسل له ترټولو سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.
د هر عمر غبرګولي
په دغه جشن کې یوازې د کوچنيو غبرګولي ماشومان نه، بلکې د هر عمر غبرګولیو افرادو څخه هرکلی کیږي. تایوو اوجیواله چې د اویو ایالت مرکز ایبادان پوهنتون کې د یوربا سیمې د اوسېدونکو په هکله تحقیق کوي وايي چې له غبرګولیو څخه ستاینه «د خلکو په دودیزو ديني عقایدو کې رېښه لري.»
«د خدای ډالۍ»
سولیات موبولاجي ۷ میاشتې مخکې دوګوني ماشومان وزېږول. هغه وايي له هغه وخت راهیسې ورته د کورنيو او دوستانو له خوا ډالې راروانې دي. دغه ۳۰ کلنه مور وايي «دوی زما ژوند ته بدلون راکړ. داسې نه ده چې څوک دې غبرګ ماشومان زیږوي او نه دې نېکبخته کیږی. دا د خدای ډالۍ ده.»