د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
په کابل کې ويجاړونکی بريد وشو
د افغانستان پلازمېنه يو ځل بيا يوې زورورې چاودنې لړزولې ده. ځايي رسنۍ خبر ورکوي چې د کابل په ديپلوماتيکه او حکومتي سيمه کې بمي بريد شوی دی. لږ تر لږه ۴۰ انسانان پکې مړه شوي دي. ۱۴۰ تنه روغتونونو ته انتقال شوي دي. د چاودنې زور په ټول ښار کې محسوس کېده. تندلارو وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلی دی.
ګابريل د هولوکاست له هېرېدو خبرداری ورکړ
د هولوکاست يعنې د يهودانو د ډله يزې وژنې د يادون په نړيواله ورځ د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل پر خلکو باندې غږ وکړ چې په ټوله دنيا کې دې د توپيري چلند، قهر او غوسې او د يهوديانو ضد احساساتو په وړاندې ودريږي. ګابريل چې د آلمان مرستيال صدراعظم هم دی، په برلين کې وويل چې دغه مسئوليت د نازيانو د دورې د قربانيانو د يادولو په کار پورې تړلی دی او ورڅخه سرچينه اخلي.
په زرونو کردانو په سوريه کې د ترکيې د عملياتو پر ضد لاريون وکړ
د آلمان په کولن ښار کې په زرونو کردان د سوريې په شمال کې د ترکيې د پوځي ماموريت پر ضد مظاهرې کوي. د کولن پوليسو لومړی تقريبا ۷۰۰۰ کسان ياد کړل چې د ورځې په ترڅ کې به ښايي څه باندې ۲۰ زره کسان په دغه لاريون کې ګډون وکړي. ډېرو مظاهره چيانو شعارونه له ځان سره لېږدول لکه «د کردستان له پاره آزادي» يا «ولې نه شرمېږې، اروپا»، نورو د کردانو د ولسي دفاع د واحدونو يا «واي پي جي» بيرغونه له ځانه سره ګرځول.
د آلمان په پوځ کې د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوې دي
پروسږ کال د آلمان په پوځ کې د جنسي ځورونې پېښې په څرګند ډول ډېرې شوې دي. د فونکه د رسنيو د ډلې په حواله ۲۳۴ جنسي جرمونه ثبت شوي دي. په دغو پېښو کې څوارلس د جنسي تېري يا د جنسي تېري د هڅې پېښې هم شاملې دي. د دفاع د وزارت يوه وياند د پېښو ډېروالی په دې تشريح کړ چې توجه او حساسيت ورته ډېر شوي دي، بله دا چې د شک په صورت کې ژر خبر ورکول کيږي او دا چې پخوانۍ پېښې له سره ارزول کيږي.
په چک کې د ولسمشرۍ انتخابات
د چک په جمهوريت کې نن د ولسمشرۍ انتخابات جريان لري. په ۸،۴ ميليونو انسانانو باندې غږ شوی دی چې نوی ولسمشر دې وټاکي. د نظرپوښتنو په حواله د اوسني ولسمشر او د کډوالۍ ضد سياستوال، ميلوش زمان، تر منځ او همداراز د کيميا د ليبرال پروفيسر، جيري دراهوس تر منځ د جوختې سيالۍ انتظار کيږي. دراهوس په دې وروستيو کې د سياست ډګر ته ورداخل شوی دی.