د نړۍ تر ټولو گړندی اورګاډی
ديرش کاله وړاندې آلمان د نړۍ تر ټولو گړندی اورګاډی درلود. اوس چين غواړي چې تر ټولو مخته وي. گړندي اورګاډي چې د ځواکمنتيا نښه بلل کيږي، په نړۍ کې يې د صنعتي شرکتونو او حتی هيوادونو پام ځان ته اړولی دی.
د آلمان پخوانی نړيوال ريکارډ
ديرش کاله مخکې د آلمان (ICE) ډوله اورګاډو په يو ساعت کې د ۴۰۶ کيلومترو واټن په وهلو سره د نړۍ تر ټولو گړندی اورګاډی وو. دغه سرعت ته د رسيدولو له پاره څه باندې ۱۱ زره آسپاوره ځواک ته اړتيا وه.
فرانسه مخکې شوه
خو د آلمان دغه ريګارډ ډير عمر نه درلود، يوازې دوه کاله وروسته فرانسې داسې اورګاډي جوړ کړ چې په يوه ساعت کې يې ۵۱۵ کيلومتره واټن واهه. دغه اورګاډی «ترين ګرانده ويتيزه» Train Grande Vitesse نوميږي. فرانسې په ۲۰۰۷م کال کې نوره هم مخته لاړه، د دغه اورګاډي نوی ماډل يې جوړ کړ چې په يوه ساعت کې تر ۵۷۴ کيلومتره واټن ووهي.
د جاپان شینکانس یا بوليت (ګولۍ)
د جاپان د شينکانس (Shinkansen) اورګاډي په عادي حالت کې تر ټولو گړندی سرعت په ساعت ۳۲۰ کيلومتره دی. دا سرعت د فرانسې د (AGV) اورګاډي ته ورته يا مساوي دی. د جاپان دغه اورګاډي په بوليت یا ګولۍ باندې شهرت لري. د بوليت اورګاډي اوږده پوزه د چټک سرعت پر وخت تونلونو ته د دننوتلو پر وخت د هارن کولو او خبرداري په موخه مرسته کوي.
چين د لا پرمختک په هڅه کې
چين حاضردمه داسې اورګاډي لري چې په يو ساعت کې یې سرعت نژدې تر ۵۰۰ کيلومترو پوري رسيږي. د چين نوی ايکسپرس اورګاډی (Fuxing Hao) د شانګهای او بيجنګ ترمنځ په يو ساعت کې د ۳۵۰ کيلومترو په سرعت حرکت کوي چې د ۱۳۰۰ کيلومترو واټن يوازې په څلورنيمو ساعتونو کې وهي. چين غواړي دغه سرعت ۴۰۰ کيلومترو ته په ساعت کې پورته کړي.
د آلمان مقناطيسي اروګاډی
آلمان په ۱۹۸۰م کال کې په آزمايشي توګه د اورګاډي په جوړولو کې د مګنيتک – ليفتیشن (magnetic-levitation) له تکنالوزۍ کار واخیست. د آزموينې پر وخت د دغه اورګاډي نهايي سرعت په ساعت کې تر ۴۵۰ کيلومترو ورسيد. د دغې پروژې له پاره په ميلياردونو يورو سرمايه ګزاري شوې، خو حکومت له خوا يې تمويل په ۲۰۱۱م کال کې ودرول شو.
۳۰،۵ کيلومتره واټن په ۸ دقيقو کې
په آلمان کې د مګنيتک – ليفتیشن پروژه ختمه شوه، خو چين هغې ته ادامه ورکړه. په حاضر وخت کې د چين «شانګهای مګلیف ترين» اروګاډی د نړۍ تر ټولو گړندی سرعت درلودونکی سوداګريز اورګاډي دی. د «مګنيتک – ليفتیشن» تکنالوژي مرسته کوي چې د دغه اورګاډي سرعت په يو ساعت کې تر ۴۳۰ کيلومترو پورې لوړ شي. دغه اورګاډي د شانګهاي له ښاره تر هوايي ډګره پورې ۳۰ اعشاريه ۵ کيلومتره واټن يوازې په ۸ دقيقو کې وهي.
تر چين وروسته سويلي کوريا
تر چين وروسته سويلي کوريا هم د مګنيتک- ليفتیشن له تکنالوژۍ څخه کار واخيست. د ايکوبي (Ecobee) په نوم دغه اورګاډی چې چلونکی نه لري، د يونګیو (Yongyu) ښار د انچيون (Incheon)هوايي ډګر سره نښلوي، چې ۶ کيلومتره لاره ده. خو دغه اورګاډی يوازې په ساعت کې شاوخوا ۸۰ کيلومتره واټن وهي. سويلي کوريا دغه پروژه په ۲۰۱۶م کال کې پرانيستله.
په هوا کې روان اورګاډی
د جاپان «مګليف» اورګاډي چې اوس ورباندې کار روان دی په ۲۰۲۷م کال کې به توکيو له ناګويا سره ونښلوي. دغه اورګاډی به له پټلۍ څخه لس سانتي متره پورته په هوا کې وي او د الکترو مقناطیسي چارچونو په ذریعه به قوت اخلي. دا به تر کوريايي اورګاډي ډير زيات گړندی وي. هغه واټن چې نن يې د جاپان بوليت اروګاډی په ۹۰ دقيقو کې وهي «مګليف» به يې په ۴۰ دقيقو کې ووهي.
په يوه ساعت کې ۱۲۲۵ کيلومتره سرعت
بنسټګر «ايلون موسک» په ترانسپورتي برخه کې د «هايپرلوپ» يوه بشپړه نوې نظريه وړاندي کړې ده. پر دغې نظريې جوړ اورګاډی به په يوه ساعت کې شاوخوا ۱۲۲۵ کيلومتره واټن وهي. د دغه ماډل اورګاډي لومړني تيستونه په کلفورنيا کې ترسره کيږي. فرانسه هم غواړي دغه ډول اورګاډي جوړ او خپله يې وآزموي. «ايلون موسک» د هوا (SpaceX) او د موټر جوړونې (Tesla) کمپنۍ بنسټګر دی.