د نړۍ تر ټولو مشهور ديوالونه کوم دي؟
دونلد ترمپ د امريکا او مکسیکو تر منځ د ديوال جوړولو امر صادر کړی دی. له ترمپ څخه مخکې هم د نړۍ يو شمير سياستوالو او دولتونو دې ته ورته کارونه ترسره کړي او ديوالونه جوړ کړي دي. بيلګي يې دلته وګورئ:
تر ترامپ څخه د مخه
د دونالد ترامپ له طرحې څخه لا وړاندې هم د امريکا او مکسيکو تر منځ ګډه پوله کې زياته سيمه دیوال شوې وه. د ولسمشر جورج بوش په زمانه کې د امريکا او مکسيکو تر منځ له زر کيلومتره زيات ديوال جوړ کړی وو. دغه سيمه په فلزي، کانکريټي او د نورو موانعو په ذریعه ديوال شوې وه. امريکا او مکسيکو شاوخوا ۳۲۰۰ کيلومتره ګډه پوله لري.
اسرائیل او فلسطين
اسرائيل په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د امنيتي دلايلو له مخې په غربي ساحل کې د حائل ديوال د رغولو چارې پیل کړې. اسرائیلي او فلسطيني چارواکي له کلونو راهيسې پر دغه ديوال اختلافات او جنجال لري.
هند او پاکستان
هند او پاکستان د کشمير سيمې د ملکيت پر سر کلونه کلونه په شخړه کې ول. په ۱۹۷۱ کال کې دواړو هيوادونو تر منځ د کنترول پوځي ليکه جوړه شوه چې دواړو لورو تر منځ یې پوله مشخصه کړه. د دغې ليکې د کنټرول لپاره له اغزن تار او ماينونه څخه کار اخیستل شوی دي.
د «شرم ديوال»
په نړۍ کې د شتمنو او بي وځلو انسانانو تر منځ هره ورځ واټن زياتيږي. په پرو هيواد کې د شتمنو او بېوزلو د بيلتون په موخه يو ديوال رغول شوی دی. دغه ديوال « د شرم ديوال» باندې شهرت لري. ياد ديوال په پلازمينه ليما کې د شتمنو او بي وځلو دوه سيمې سره بيلوي.
بغداد
په بغداد کې دغه ديوال چې ۵ کيلومتره اوګدوالی او ۴ متره لوړوالي لري د «صدر ښارکوټی» له نورو سيمو جلا کوي.
ايرلند « د سولې ديوال»
د ۱۹۶۰ لسيزې په وروستيو، په ايرلند کې د کاتولیکانو او پروتيستانو تر منځ د شخړو د مخنيوۍ په موخه د «سولې ديوال» ورغول شو.
د نړۍ تر ټولو امن ځای
دا د شمالي کوريا او سويلي کوريا ترمنځ پوله کې درول شوی فلزي ديوال يا پنجره ده. دغه سيمې د نړۍ تر ټولو امن سيمه ياديږي.
مجارستان او صربستان
مجارستان هيواد په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو د مخنيوي په موخه د صربستان سره په ګډه پوله ۱۷۵ کيلومتره سيمي ديوال ورغاوه. د مجارستان محافظه کاره دولت په وروستيو کې اعلان وکړ چې په سرحداتو کې به بل موانعې ديوال هم ورغوي.
هسپانيا او مراکش
د افريقا په شمال کې د هسپانيا هيواد د ېوې سيمې او مراکش تر منځ هم يو فلزي يا سيمي ديوال شتون لري. دغه ديوال ۶ متره لوړوالی شوی چې د غیر قانوني مهاجرو د اوښتو د مخنيوي په موخه په کې اغزن تار هم لګول شوي دي.
د برلين ديوال
د برلين ديوال په ۱۹۶۱ کال کې د ختيځ آلمان لخوا جوړ شو. دغه ديوال په اصل کې کمونيستي نظام له سرمايه دارۍ نظام څخه د جلاکيدو په مانا حسابيده. برلين ديوال په ۱۹۸۹ کال کې بيرته ړنګ شو يوازې يوه برخه يې د يادښت په توګه پاتې ده چې اوس هغه د آلمان د ښو سياحتي ځايونو څخه شميرل کيږي.
د چين ديوال
د چين ديوال د دغه هيواد په شمال کې موقعيت لري. د رغولو چارې يې له ميلاد څخه ۷۰۰ کاله مخکې پیل او بيا په مختلفو دورو کې ورباندې کار شوی دی. پخوا زمانه کې دغه ديوال څه باندې ۲۱ کيلومتره اوګدوالی لرود چې اوس یې يوازې ۸۸۵۱ کيلومتره پاتې دی. دا ديوال چين باندې د کوچي قبايلو د یرغل د مخنيوي په موخه جوړ شوی وو.