1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو زړې ښځي له نړۍ سترګي پټي کړې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

جاپانۍ کين ټناکا د ۱۱۹ کالو په عمر له دې نړۍ سترګي پټي کړې. آغلې ټناکا د نړۍ تر ټولو زړه ښځه بلل کېدله. هغې د خپل اوږد ژوند راز څه شی بللی ؤ؟

https://p.dw.com/p/4ASJi
Kane Tanaka I älteste Mensch der Welt feiert Geburtstag
ټناکا د ۱۱۹ کالو سوهانځور: Kyodo News/imago image

آغلې کين ټناکا د جاپان په جنوب مغربي سيمه فوکوواکا کي اوسېدله. د دغي سيمي ځايي چارواکو خبر ورکړ چي دغه مېرمنه د ۱۱۹ کالو په عمر له دې نړۍ څخه رخصت سوه.

د ګينيز ريکارډونو کتاب ادارې له خوا ويل سوي ول چي آغلې ټناکا په نړۍ کي له ژوندي نورو ټولو انسانانو څخه تر ټولو زيات عمر لرونکې مېرمنه ده. دغه سازمان د هغې پر مړينه په يو ټويټر پيغام کي خواشيني ښودلې ده.

د ټناکا د اوږد ژوند راز څه شی ؤ؟

د ياد تنظيم له خوا ويل سوي چي آغلې ټناکا په نړۍ کي تر ټولو زيات ژوند کوونکو انسانانو په قطار کي پر دويم نمبر تر ټولو اوږد ژوند کوونکې وه. له هغې څخه تر مخه کلېمنټ ژان د نړۍ تر ټولو زوړ انسان و چي عمر يې ۱۲۲ کالو ته ورسېد. البته د هغه د دقيق عمر شخړيزه موضوع وه.

آغلې ټناکا د ۱۹۰۳م کال د جنورۍ پر دويمه نېټه پيدا سوې وه. دا هغه کال دی کله چي رايټ وروڼو له لومړي ځل هوا ته الوتکه پورته کړه.

ټناکا په ۱۹کلنۍ کي واده کړی و. هغې څلور ماشومان زېږولي ول او پنځم ماشوم يې په فرزندۍ اخيستی و.

د ټناکا تر ټولو مشر زوی او د هغې مېړه په ۱۹۳۷م کال کې په جګړه کي برخه واخيسته. خو ټناکا په خپل کور کي پاته وه او د خپل ژوند د مصارفو پوره کولو له پاره يې آش پلورل.

ټناکا د دوو نړيوالو جګړو شاهده وه او هغه د ۱۹۱۸م د وژونکي والګي د وبا پر وخت او وروسته د کرونا ويروس د وبا پر وخت هم روغه پاته سوه او په ښه روغتيا کي يې ژوند کاوه.

ټناکا ويل چي د اوږد ژوند راز يې خوندوره غذا او مطالعه ده. هغې ويل چي د اوږد ژوند بل راز يې دا دی چي هر ماښام وختي پر ۹ بجو بديږي او د سهار تر شپږو بجو پوري خوب کوي او بيا راپاڅيږي.

Frankreich | Schwester André | Lucile Randon
راهبه سيسټر اندرېانځور: Florian Escoffier/Abaca/picture alliance

د ټناکا د کورنۍ له خوا ويل سوي چي آغلې ټناکا هره ورځ د رياضي او خطاطۍ تمرينونه کول او په دې توګه دا کار د هغې سره مرسته کوله چي ځان منظم وساتي.
پر اوږد ژوند تحيقيق کوونکي ادارې ګيرونټولوجي ريسرچ ګروپ وايي چي دمګړی په فرانسه کي ژوند کوونکې راهبه سسټر آندرې د نړۍ تر ټولو زيات عمر لرونکې انسانه ده. د هغې عمر ۱۱۸ کاله او ۷۳ ورځي بلل سوی دی.

آ./ا.ا./ن.ز.