د نړۍ تر ټولو خطرناکه پلونه
د تګ راتګ د آسانۍ له پاره پلونه د نړۍ په هره سیمه کې موجود دي، خو په دې انځوریز رپوټ کې تاسي داسي پلونه وينئ چې تیریدل ترينه لوی زړه غواړي.
کوستاريکا
د کوستاریکا په مونتینیګرو ځنګل کې لرګين کیبلي پول په څو ځایونو کې د ماتیدو له امله ډیر خطرناک ګڼل کیږي. پر دې پله د تیریدو پرمهال لږ بې احتیاطي، سړی ډیري ژورې کندي ته غورځولی شي.
روسیه
په روسيه کې د کولیما پر سيند له لرګو څخه جوړ ۱،۸۷۰ فوټه اوږد پول له تیرو دریو لسیزو راهیسې پاملرنې ته منظر دی. ډیر لږ خلک پر دې پله تیریدو ته زړه ښه کوي.
روسیه
د سايبیریا په تر ټولو لوړه غرنۍ سیمه کې پر Katun سیند باندي پر لرګين پول تیریدل یو له خطره ډک، خو شاید هم یوه نه حیریدونکې خاطره وي.
جاپان
په جاپان کې د Eshima ohashi پول د جوړیدو چارې په ۱۹۹۷م کال کې پیل او په ۲۰۰۴ کال کې بشپړې شوې.دا د جاپان لومړی او د نړۍ دریم لوی داسی پول دی چې حرکت نه لري۔
امریکا
په فلوريدا ایالت کې د Sunshine skyway پول ټول ټال ۸۸۵۱ متره اوږدوالی او ۵۸،۸ متره لوړوالی لري. له دغه پله څخه ډيرو کسانو ځانونه هم غورځولي دي، نو له همدې امله پر دې پله تیریدونکي موټر مکلف دي چې د تیریدو پر مهال کرار تیر شي.
امریکا متحد ایالات
د امریکا متحدو ایالاتو د Lake Pontchartrain Causeway پول نوم په ۱۹۶۹م کال کې د نړیوالو ریکارډونو په کتاب ګنیز کې په نړۍ کې د اوبو پر سر د تر ټولو لوی پله په توګه ثبت شو.
امریکا
په فلوريدا ایالت کې د Seven Mile Bridge په نوم دوه پلونه موجود دي. یو پول د بايسکل چلونکو او پلی کسانو له پاره دی، په داسې حال کې چې دویم یې نسبتاً نوی او د موټرو له پاره ځانګړی شوی دی. دا د نړۍ یو له اوږدو پلونو څخه شمیرل کیږي.
ايرلنډ
په شمالي ايرلنډ کې د Carrick-a-Rede Rope Bridge، د پړو په وسیله اوبدل شوی لرزانه پول دی. له دې پول څخه تیریدونکي هر انسان (هغه چې له خطرونو سره له لوبیدو خوند اخلي) هم په زړه لاس ږدي او بیا له دې پول څخه تیریږي.
سويس
د Mount Tittleys په واورو پوښل شوي غرونو کې د سمندر له سطحې څخه په ۱۰ زره فوته لوړوالي کې جوړ د Titlis Cliff Walk کیبلي پول، هغه پول دی چې د اروپا په کچه تر ټولو په لوړوالي کې جوړ شوی دی. دا د نړۍ تر ټولو ویرونکی پول هم ګڼل کیږي.