د نيس د بريد په شپه د خبريال عکسونه
والري هاش د نيس په ښار کې مېشت د فرانسې د خبري اژانس عکاس دی. ده د وحشت د هغې شپې عکسونه اخيستي دي چې لږ تر لږه ۸۴ انسانان پکې وژل شوي دي. دغه انځورونه بېلابېلې دردناکې صحنې رانغاړي.
د بريد لارۍ
د لارۍ ښيښه سورۍ ده. دا د بريد د پای صحنه ده. بريدګر د اوسنيو راپورونو له مخې تونسي رېښې لرلې. پلټونکو په لارۍ کې د هغه پاسپورټ موندلی دی.
ژوندي پاته حيران دي
د کوت دازور سمندري ساحې په اوږدو کې له بريد وروسته ګډوډي حاکمه ده. ژغورونکي ځواکونه د ژوندي پاته شوو کسانو درملنه او د هغوی د خپلوانو پالنه کوي. چارواکي د پېښې جزيات څېړي.
د شپې له ۱۱ بجو وروسته لومړي سرټکي
څه باندې ۱۱ بجې د شپې خبري اژانسونه د «نيس مارتېن» ځايي ورځپاڼې په حواله دغه سرټکي خپروي: يوه لارۍ د انسانانو په مجموعه ورغلی دی. څو ساعته وروسته نور جزيات په ډاګه کيږي. د سهار د يوې بجې په شاوخوا کې چارواکي له ۶۰ مړو څخه خبرې کوي.
ژوندي پاته شوي
بريدګر څوک دی؟ يو ژوندی پاته شوی سړی خپل لاسونه پورته کوي، څو وښېي چې په بريد کې يې ونډه نه لرله. تر اوسه پوليس وايي چې يوازې يوه سړي بريد تر سره کړی دی. خو نور جزيات به پر له پسې رابرسېره شي.
تر اوسه ۸۴ انسانان مړه دي
ژغورونکي د وحشت له صحنې سره مخامخيږي. په کوڅو کې ډېر قربانيان پراته دي. ګڼ ټپيان د سهار د خوا هم په يو نازک روغتيايي حالت کې قرار لري.
اصلي پېښه دغه اورلوبې وې
عکاس او خبريال، والري هاش، اصلا غوښتل چې د ملي جشن په ورځ د اورلوبو په هکله راپور ورکړي. په دې ترتيب د ده لومړني عکسونه د خوشحالۍ انځورونه دي. لږ وروسته حالت سل په سلو تغيير مومي.
«موږ په جګړه کې يو»
لومړی پوليس، ورپسې پوځ د نيس ښار کوڅو ته مخه کوي. هغه څوک چې د حالت ترينګلتيا ورته لا څرګنده نه وي، وروسته، ۵ بجې، د کورنيو چارو د وزير، بېرنارد کازنوف د خولې اوري: «موږ له ترهګرو سره په جګړه کې قرار لرو.»