د کرايست چرچ مسلمانانو قاتل خپل ځان بې ګناه ښيي
۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعهد نوي زيلاند په کرايست چرچ ښار کې د مسلمانانو پر دوو جوماتونو له وسلوال بريد څخه څه باندې درې مياشتې تيرې شوي دي. برنتون تارانت چې په دغې قضيه کې د ۵۱ کسانو پر وژنه تورن دی، اوس ادعا کوي چې «بې ګناه دی.» برنتون اوس مهال د نوي زيلاند په شمال د اوکلند په يوه زندان کې بندي دی.
محکمې د دغې قضيې د څيړنې په پيل کې، په زندان کې له دغه افراطي ښي اړخي استراليايي سره يوه ويډيويي اړيکې ونيوله. برنتون د خپل مدافع وکيل له لارې پر ده باندې لګيدلي ټول تورنه رد کړي دي.
۵۱ قتلونه
دغه محکمه د کرايست چرچ په ښار کې ده. دا هغه ښار دی چې په کې د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې په نيمايي کې پر دوو جوماتونو د جمعې لمانځه پر وخت پر مسلمانانو خونړۍ وسلوالې حملې وشوې. احتمال لري چې تارانت به د همدغې حملې له پاره پر عمري بند سزا محکوم شي. د نوي زيلاند څارنوالۍ برنتون تارانت پر ۵۱ قتلونو، ۴۰ قتلونو ته د هڅو او دغه راز د یوه تروريستي عمل په ترسره کولو تورن کړی دی.
تارانت په دوو جوماتونو کې پر لمونځ کونکو باندې ډزې کړې وې او د حملې انځورونه يې په ژوندۍ بڼه په انترنيت کې خپاره کړل. دغو انځورونو په نړيواله کچه له ځانه سره غبرګونونه او د پيښې له قربانيانو سره د پيوستون او همدردۍ څپې راپورته کړې.
محاکمه راتلونکی کال کيږي
يوې رواني طبي اروزنې، څرنګه چې محکمې ته وړاندې شوې، د برنتون تارانت رواني وضعيت د دې وړ بللی دی چې د محکمې په استماعي غونډه کې ګډون وکړي. د محکمې قاضي کامرون ماندر د تارانت د راتلونکې استماع نيټه د روان کال د اګست مياشتې ۱۵مه او د هغه د اصلي محکمې نيټه د راتلونکي کال د می ۴مه وټاکله.
si/af (dpa, afp) mks, ns