د نوبل د فزیک د جایزې سږني گټونکي څوک دي؟
۱۳۹۴ مهر ۱۴, سهشنبهپه ستاکهلم کې د ساینس اکادمې اعلان وکړ چې د نوبل د فزیک سږنې جایزه جاپاني فزیک پوه، کاجیتا او کانادایي فزیک پوه، میک ډونالد گټلې ده. هغوی اوس ثابته کړه چې «نوترینونه» هم یوه کتله لري.
«نوترینونه» د عنصر خنثی بریښنايي زرې دي . د هغوی کتله ډیره زیاته کوچنې ده. د نوموړې اکادمې عمومی منشی، گیوران هانسن وویل:«سږنې جایزه د کائیناتو د ځینو تر ټولو زیاتو موجودو اوسیدونکو د وضعیت بدلون ته اختصاص شوې ده.»
دا چې ولې دغه جایزه دغو دوو فزیک پوهانو ته ورکول کیږي، هغه وویل: « د دغو ساینس پوهانو د څیړنو نتیجه د هغو تجربو لپاره کلي وگرځیده چې د هغو سره ثابته شوه چې نوترینونه کولای شی خپل وضعیت ته بدلون ورکړي. دغه بدلون پرته له کتلې څخه ممکن نه دی.»
۲۰۱۴ کال کې د LED نومې څراغ کشف ته ځانگړې شوه
د فزیک جایزه تقریبا ۸۵۰ زره ایرو ارزښت لري. تیر کال دغه جایزه د Light –Emitting Diode نومې څراغ چې مخفف LED دی، مخترعینو، «اسامو اکاساکي، هیروشی امانو او شوجی ناکامورو» ته ورکړ شوه. هغوی د رڼا دغه څراغ چې ډيره انرژی سپموي ، اختراع کړل.
پرون (دوشنبه د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پنځمه) د نوبل د طب جایزي گټونکي اعلان شول. سباته (چهارشنبه د ۲۰۱۵ کال د اوکتبر اوومه) د کیمیا د جایزې گټونکي معلومیږي. له هغې وروسته د نوبل د ادبیاتو د جایزې او د جمعې په ورځ د نوبل د سولې د جایزې گټونکی یا گټونکې اعلانیږي چې تر ټولو زیات له اهمیت څخه برخه منه ده او نړیوال ورته انتظار باسی.