1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د طب جایزه درو څیړونکو ته ورکول کیږي

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

د طب په برخه کې د نوبل سږنۍ جایزه ویلیم کایلن، سر پېتر راتکلیف او ګریګ سمینزا، ګټلې ده. هغوی ته دغه جایزه په حجرو کې د اکسیجن د نقش په هکله د څیړنو کولو له کبله ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/3Qpkc
Schweden Stockholm Nobelpreis Medizin 2019
انځور: AFP/J. Nackstrand

سږ کال د طب او فیزیالوژي په برخه کې د نوبل جایزه اعلان شوه. دغه جایزه دوو امریکایي څیړونکو ویلیم کایلن، سر پېتر راتکلیف او بریتانوي ساینسپوه ګریګ سمینزا ته ورکول کیږي، چې په حجرو کې یې د اکسیجن د نقش په هکله موندنې کړي دي.

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر اتمه) د فیزیک په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی اعلانیږي. د دې احتمال زیات دی چې د سږنې جایزې ګټونکی ښایي یو نارینه وي.

له ۱۹۰۱م کال راهیسې دغه جایزه یوازي دري ځلي ښځو ته ورکړل شوې ده. په ۱۹۰۳م کال کې ماري کوري، په ۱۹۶۳م کال کې ماري ګوپېرت مایر، چې اصلا یوه آلمانۍ وه خو متحده ایالاتو ته کډواله شوې وه او همداشان په تیر میلادي کال کې کاناډایې دونا سترکلند، ته ورکړل شوه.

ماري کوري ته په ۱۹۱۱م کال کې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوې وه. هغه فیزیک پوهه او کیمیا پوهه هم وه، چې د پولنډ هیواد وه خو ژوند یې په فرانسه کې کاوه.

په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر نهمه) به اعلان شي چې د کیمیا په برخه کې د نوبل سږنۍ جایزه چا ته ورکول کیږي.