د نوبل د سولي سږنۍ جایزه د کولمبیا ولسشمر وگټله
۱۳۹۵ مهر ۱۶, جمعهد ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبل د جایزو کمیتې نن (جمعه د ۲۰۱۶م کال د اوکتوبر۷مه) اعلان وکړ چې د کولمبیا ولسمشر خوان مانوئل سانتوس، ته چې «ټینگه اراده لري په خپل هیواد کې څه د پاسه ۵۰ کلنې کورنې جگړې ته د پاي تکې کیږدي» د نوبل د سولې جایزه ورکوله کیږي.
نوموړې کمیتې په خپله وینا پاڼه کې ويلي دي: «ولسمشر سانتوس د هغو خبرو اترو نوښت وکړ چې په نتیجه کې یې د کولمبیا د حکومت او د «فارک» د یاغیانو تر منځ د سولي یو تړون لاس لیک شوو. هغه له پیل څخه اراده لرله چې د سولې خبري اتري یوې نتېجې ته ورسوي.»
«فارک» د «کولمبیا د انقلابي وسله وال ځواکونو» د هسپانوي ژبه مخفف دي. دغو ځواکونو له کابو نیمې پیړې راهيسي د حکومت پرضد جگړه وکړه. له څو کلونو راهيسي د هغوی او حکومت ترمنځ د سولې خبري اتري وشوې چې څو ورځي مخکي يې ترمنځ د سولې تړون لاس لیک شوو.
د نوبل جایزې کمیتې یادونه وکړه چې دغه ستره نړیواله جایزه په عین وخت کې د کولمبیا خلکو ته د درناوي معنا لري چې په سوله کې يې پراخه ونډه واخیستله. دغه راز دا جایزه د جگړې د بی شمېره قربانیانو د استازو څخه همه د درناوي په خاطر ده چې د خپلو درد او رنځ سره سره یې دغې سولې ته هرکلی ووایه.
د کولمبیا کورنۍ جگړه د عصري زمانې یوه ډيره خونړۍ او اوږده جگړه وه چې په نتیجه یې ۲۲۰ زرو کولمبیایانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه د پاسه شپږ ميلیونه خلک له خپلو کورونو او تاټوبو څخه بې ځایه شول.
د کولمبیا واکمن ولسمشر، سانتوس اعلان کړی چې د تیرې یکشنبی په ورځ په یوه ټولپوښتنه کې له «فارک» سره د سولي تړون د ردولو سره سره، هغه به له خپلې ټینگې ارادې چې په خپل هیواد کې د جگړې ټغر ټول کړي، هیڅکله مخ وا نه اړوي.
د نوبل د سولې سږنې جایزې ته په ټولیزه توگه ۳۷۶ کسان نومول شوي ول.
دغه جایزه تقریباً۹۳۰ زره ډالر ارزښت لري چې بنسټ یې د سویډني صنعتگر او د داینمیت مخترع «الفرد نوبل» له خوا ایښودل شوی دی. په همدې وجه د سولۍ او دغه راز د مدني ژوند او علمي څېړنو په اړه دغه جایزې ټولې د «نوبل» په نامه یادیږي.
تیر کال د نوبل د سولي جايزه د تونس د ملي دیالوگ څلور اړخیزې ډلې یعنې د صنفي اتحادیو، کارگري سازمانونو، بشري حقونو ډلو او مدافع وکيلانو ته ورکړل شوه.
اړوند مطالب