د نوبل د سولي جایزه یوه ډاکټر او یوې يزيدۍ وګټله
۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعهد جمعې په ورځ د نوبل په انستیتوت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۲۰۱۸م کال د نوبل د سولې جایزه ډینیس موکویګي او ناديې مراد وګټله. د سولې د جایزې ګټونکو هڅي کړي دي چي په وسله والو شخړو کې د وسلې په توگه جنسي زورزياتی ختم شي.
د سږکال د نوبل د سولي جایزې ته ۲۱۶ کسان او ۱۱۵ سازمانونه کانديد ول. د ۲۰۱۸م کال د نوبل د سولي جایزې ارزښت ۹ ميلیونه سویډني کرونه دی چې شاوخوا یو اعشاریه یو ميلیون ډالره کیږي.
د نوبل جایزې ګټونکي څوک دي؟
د ۲۰۱۸م کال د نوبل د سولې جایزه دوو کسانو ته ورکړل شوې. په دوی کې یو د کانګو هیواد ډینیس موکویګي دی چې په نسايي ولادي برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي. هغه په خپل هیواد کې د ياغيانو د ډله ایز جنسي تیري د قرباني میرمنو د درلمني له پاره یو روغتون جوړ کړی دی.
د نوبل د سولې جایزې بله ګټونکې عراقۍ یزیدۍ ده. نادیه مراد باسي طه، په عراق کې د یزیديانو د بشري حقونو فعاله ده. هغه د ۲۰۱۶م کال راهيسي له انساني قاچاق څخه د ژوندي پاته شوو کسانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ښه نیت استازې ده. په دې ترتیب سره دغه ۲۵ کلنه مېرمن د نوبل د سولې جایزې د ګټونکو په ليست کې دوهمه ځوانه گټونکې ده. تر دې وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې ملالي یوسفزۍ ته دغه جایزه ورکړل شوې وه چې هغه مهال ۱۷ کلونه وه. د ۲۰۱۴م کال د سولې جایزه ملاله یوسفزۍ او د هندوستان کیلاش ستیارتي ته ورکړل شوې وه.
د نوبل جایزي تر اعلان مخکي وړاندیزونه
د نوبل د سولې جایزې د ګټونکو تر اعلان مخکي د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د نوبل نارويږي اسنتیتیوت د شمالي او جنوبي کوریا مشران د دې جایزې د ګټونکي په توګه وړاندیز کړي ول. د دغه وړاندیز دلیل پر رسمي جګړه ایز حالت سربیره د دواړو کوریاوو د مشرانو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په موخه درې دوې اړخیزي غونډي یاد شوی وو.
تيرکال د نوبل د سولي جایزه د اتومي وسلو د له منځه وړلو سازمان ته ورکړل شوه. د تیرکال د نوبل د سولي جایزې ته شاوخوا ۳۰۰ کسان او سازمانونه کانديد شوي ول.