«د اروپا اقتصاد دې د وسلو پر تولید لا زیات متمرکز شي»
۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبهد شمالي اتلانتیک پوځي تړون یا (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د «ولټ ام زونټاګ» په نامه المانۍ ورځپاڼې ته وویل: «مونږ باید په چټکۍ سره د خپل صنعتي بنسټ بیارغونې ته پراختیا ورکړو، څو وکولی شو اوکراین ته د [وسلو او تجهیزاتو] لیږد زیات کړو او خپلې زیرمې بیرته ډکې کړو. یعنې د سولې پر مهال له سست تولید څخه ګړندي تولید ته مخه وکړو چې د شخړو پر مهال ورته اړتیا لرو.»
د ناټو عمومي منشي ټینګار وکړ: «ناټو له روسیې سره د جګړې په لټه کې نه ده، خو ځان باید د څو لسیزو احتمالي مخامخ کیدنې ته چمتو کړو». نوموړي زیاته کړه: «له همدې امله د ناټو غړي باید په بیړه د وسلو د صنعت په برخه کې تړونونه وکړي. د بازار په اقتصاد کې د وسلو تولیدونکي د خپلو تولیداتو د زیاتولو په خاطر لاسلیک شوو تړونونو ته اړتیا لري، او د اروپا صنایع دا ډول قراردادونو ته ډیر ضرورت لري چې باید ژر لاسلیک شي.»
سټولټنبرګ یادونه وکړه چې د لویدیځ اقتصاد او صنعتي ځواک له روسیې څو برابره لوی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې یادې آلمانۍ ورځپاڼې ته زیاته کړه: «بیا نو مونږ د وسلو د تولید او پانګونې په برخه کې له روسیې څخه د مخکې کیدو ابزار په لاس کې لرو.» د هغه په خبره په دې برخه کې غفلت او بې پروایي د اروپا امنیت په خطر کې اچولي شي.
د ناټو سر منشي وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هیواد اقتصاد د یوې اوږدمهالې جګړې له پاره تیاروي: «هغه (پوتین) د روسیې د پوځي لګښتونو ۷۰ سلنې ته د لوړولو امر کړی دی او له ایران او شمالي کوریا څخه د توغندیو اخیستلو ته ادامه ورکوي.»
سټولټنبرګ د خپلو خبرو په دوام وویل: «دا چې روسیه خپل ټول اقتصاد پر جګړې متمرکز کوي، مونږ هم باید د خپل امنیت له پاره لا زیات کارونه کړو.»
د سټولتنبرګ په خبره د پوتین جګړې وښودله چې په اروپا کې ورته سوله مهمه نه ده. نوموړي خبرداری ورکړ: «که پوتین په اوکراین کې بریالی شي، هیڅ داسې ضمانت شتون نه لري چې د روسیې تیری دې نورو هیوادونو ته سرایت ونه کړي.»
د هغه به باور بهترینه دفاع اوس د اوکراین ملاتړ او د ناټو د پوځي ځواک زیاتول دي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیران به د راتلونکي چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې په بروکسل کې سره وویني. له هغې وروسته له جمعې څخه تر یکشنبې ورځې پورې به د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس ترسره شي.
د دې کنفرانس اصلي احتمالي موضوعات ښایې د اوکراین پر وړاندې د روسیې یرغلیز برید او د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه وي.
اوسمهال د اوکراین او اسرائیل له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوو مرستو تصویبیدل د دغه هیواد په کانګرس کې بند پاتې دي، ځکه ډیر شمیر جمهوري غوښتونکي سیاستوال له اوکراین سره لا زیاتې پوځي مرستې ردوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح