په بروکسل کې د افغانستان په اړه بحث
۱۳۹۵ آذر ۱۶, سهشنبهپه بروکسل کې د سه شنبې ورځي غونډه به د جان کیري له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ناټو د غړو هیواد هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه وي. کیري به د غونډې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسئولي فیدریکا میګوریني، سره وویني.
تمه کیږي کيږي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د سه شنبې ورځې په پای کې په اروپا کې د ګډې همکارۍ په اړه پر یوه تړون باندي موافقه وکړي.
پر دې سربیره د بهرنیو چارو وزیران ښايي له روسیې سره پر اړیکو باندې هم وغږیږي خو د چهارشنبې ورځې د غونډې د بحث موضوع بیا په افغانستان کې د دې سازمان د "بشپړ ملاتړ" ماموریت دی.
پتېيل شوې ده چې په راتلونکي کال کې به د ناټو په عمومي غونډه کې د امريکا نوی انتخاب شوی ولسمشر دونالد ترمپ هم برخه ولري. د دغي غونډي نېټه تر اوسه پوري ښوول شوې نه ده.
د ناټو عمومي منشې ينس ستولتنبرگ، په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې له ترمپ سره په کتنه کې به پر نورو موضوگانو سربيره په افغانستان کې د وضعيت په اړه بحث وشي.
ستولتنبرگ وويل: «زه ډاډيمه چې د امريکا متحدو ايالاتو نوی مشر به د افغانستان ملاتړ کوي، او په افغانستان کې به د ناټو د ماموريت په چوکاټ کې د دغه هیواد د امنيتي ځواکونو په روزنه او مشوره ورکولو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»
هغه د افغانستان پېچلي وضعيت ته په کتو سره د افغان امنيتي ځواکونو د زړورتيا ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې به د وارسا له پريکړي سره سم د ناټو ۱۳ عسکر پاته وي.