د ناټو او پاکستاني مشرانو غونډه لغو شوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبهپاکستان د ولسمشر او د ناټو د سرمنشي غونډه په داسې حال کې لغو شوې ده چې د ناټو پر مخ د پاکستان د پولې د پرانیستلو په اړه د پاکستان او امریکا تر منځ ستونزې یو ځل بیا راڅرگندې شوې دي.
د ناټو او پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په وروستیو دقیقو کې د پاکستان د ولسمشر په الوتنه کې ځنډ د دغې لیدنې د لغو کیدو لامل شوی دئ. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولسمشر او د ناټو د سرمنشي غونډه تر هغه وروسته لغو شوه چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا، په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان د ناټو پر وړاندې د خپلې پولې د پرانیستلو په مقابل کې ډیره لوړه بیه غوښتې ده.
د ناټو ویاند کارمن رومرو، ویلي دي: «غونډه د کم وخت له کبله لغو شوې ده. له لندن څخه د شیکاگو په لور د زردارې د الوتکې پرواز په ځنډ سره تر سره شو.»
د پاکستان د ولسمشر ویاند هم پر همدې موضوع باندې تینگار کړی دئ. هغه ویلي دي: «که امکان ولري نو موږ به دغه غونډه له سره پلان کړو.» د پاکستان د ولسمشر ویاند زیاته کړې ده چې د پاکستان د پولې د پرانیستلو په اړه خبرې اترې په سم لوري روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا، د شیکاگو غونډې ته تر تلو مخکې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي وو چې پاکستان د ناټو پر مخ د خپلې پولې د پرانیسلو پر وړاندې ډیره لوړه غوښتنه کړې ده. د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس پاکستان د ناټو د هر موټر په مقابل کې ۵۰۰۰ یورو غوښتې دي چې دا د ۲۵۰ یورو په پرتله چې تر دې مخکې پاکستان ته د هر موټر په مقابل کې ورکول کیدې ډیرې پیسي دي.
پنیټا د لاس انجلس ټایمز ورځپانې ته ویلي دي: «هغه مالي ستونزو ته په کتو چې اوس موږ ورسره لاس او گریوان یو دا مسئله هیڅ د منلو وړ نه ده.»
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ امنیتي مشاور بن ردوس، د شیکاگو غونډې ته تر تلو مخکې ویلي دي چې هیله لري چې دا موضوع ژر حل شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض