1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د می اتمه: د بشپړي ماتي او که د خلاصون ورځ؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

د ۱۹۴۵م کال د می پر اتمه د دوهمي نړیوالي جګړي تر پای ته رسیدو وروسته د تاریخي ملامتیا او مسئولیت په اړه د ایډیالوژیکي اختلافاتو شخړه رامنځته سوه. د لویدیځ آلمان له پاره نسبت ختیځ دولت ته تر ډیره وخته حالت سخت وو.

https://p.dw.com/p/3bvht
Ende Zweiter Weltkrieg Sowjet Flagge auf Reichstag
انځور: picture-alliance/dpa/J. Chaldej

د ۱۹۴۵م کال د می میاشتي پر اتمه نیټه بلاخره اوربند رامنځته سو. په ۱۹۳۹م کال کي د آدولف هیټلر په مشرۍ د جرمني ناسیونال سوسیالیستي امپراطورۍ له خوا پیل سوې دوهمه نړیواله جګړه نور پای ته ورسیده.

د دفاعي قوتونو په بې قید و شرطه تسلیمیدو سره، د میلیونو انسانانو وینه تويدل ختم سول. خو په اول سر کي یوازي په اروپا کي. دا ځکه چي د آلماني نازیانو متحد هیواد، جاپان جنګ ته ادامه ورکوله او هغه وخت تسلیم سو کله چي د اګست په میاشت کي د امریکا متحده ایالاتو پر هیروشیما او ناګاساکي باندي اټومي بمونه واچول.

د هیټلر ضد نړیوال ائیتلاف له پاره چي د امریکا متحده ایالاتو، شوروي اتحاد ، بریتانيا او فرانسې يې مشري کوله، پر ټولو ناخوالو سربیره د می اتمه نیټه طبعاً د لمانځلو وړ ورځ شمیرل کیږي. خو په جنګ ځپلي هیواد جرمني کي بیا چی د جګړې د ګټونکو قوتونو له خوا پر څلورو اشغالي زونونو باندي ویشل سوی، ذهني حالت بل ډول وو. هلته بشپړه پوځي ماته د ملامتیا او شرم له احساس سره نغښتې وه. نازيانو پر پولنډ باندي یرغل کولو سره، نړیواله جګړه رامنځته کړه او د بې ساري بشري جنایت مرتکبه سول، په تیره بیا چي په سیستماتیک ډول یې شپږ میلیونه یهودان له منځه یووړل.

همدارنګه اکثریت جرمنیان د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته هم ددغه جنایت له امله وحشت زده دي او نه سي کولای د می اتمه ورځ د نورو اروپايي هیوادونو په ډول، د خلاصون د ورځي په توگه احساس کړي.

اوس حالت بل ډول سو. د جګړې بایلونکی هیواد اشغال سوئ او د کمونیست شوروي اتحاد او دیموکرات لویدیځ متحدینو ترمنځ د ایډیالوژيکي جنګ په ترڅ کي جرمني او همدارنګه اروپا پر دوو برخو ویشل کیږي.

تیودور هویس: موږ په دې پوهیدلو

د ۱۹۴۹م کال د می پر اتمه نیټه چي د دوهمي نړیوالي جګړې څخه پوره څلور کاله تیریږي، د جرمني په بُن ښار کي د مختلفو ګوندونو سیاستوال راټول سول تر څو د لویدیځ آلمان له پاره اساسي قانون جوړ کړي. د آزاد ډیموکراټ ګوند څخه تیودور هویس په دې ډول د جنګ د پای ته رسیدو په هکله غبرګون وښود: «په اصل کي د ۱۹۴۵م کال د می اتمه نیټه به زموږ هر یو له پاره د تاریخ یوه غمجنه او تر پوښتني لاندي ضد و نقیض ورځي په توګه پاته سي. دا ولي؟ دا ځکه چي موږ هم آزاد سوو او هم نابود.»

تیودور هویس د ۱۹۴۹م کال د سپتمبر پر ۱۲ د آلمان لومړی جمهوررئيس وټاکل سو.
تیودور هویس د ۱۹۴۹م کال د سپتمبر پر ۱۲ د آلمان لومړی جمهوررئيس وټاکل سو.انځور: picture-alliance/dpa

هویس د ۱۹۴۵م کال په سپټمبر کي د فدرالي آلمان د لومړني جمهورریس په حیث وټاکل سو. هغه درې کاله وروسته د جرمنیانو له خوا د هولوکاوست جنایت ته په اشارې سره وویل: «جرمنیان باید هیڅکله هم دا له یاده ونه باسي چي د هغوی د اولس له خوا په دغو شرموونکو کلونو کي څه تر سره سوي.» هغه زیاته کړه: «موږ په دې پوهیدلو»

د سره پوځ له پاره یو یادګاري څلی: آزادوونکی

په داسي حال کي چي د فدرالي آلمان لوړپوړو سیاستوالو د جرمنیانو په نامه جنایتونو له پاره د په اصطلاح کلمو او جملو د پیدا کولو په فکر کي ول، د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر پر اومه نیټه رامنځته سوي ډیموکراټیک آلمان یا (DDR) بیا د اشغال ګر قوت شوروي اتحار له خوا فاشیستي ضد دولت لمانځنه کوله. ددې کار سمبول هغه لوی یادګاري څلی دی چی تر جګړې څلور کاله وروسته، د سره پوځ د ۵۰۰۰ سرتیرو د قربانۍ په یاد په برلین کي افتتاح سو.

د برلين په تريپتور پارک کي د سره پوځ د يوه عسکر څلی
د برلين په تريپتور پارک کي د سره پوځ د يوه عسکر څلیانځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Schoening

ویلي برانت، ښځو، مهاجرو او شړل سوو کسانو ته درناوی کوي

لا نورو پنځو کالو ته اړتیا وه تر څو د فدرالي آلمان سیاسي نخبګانو د جګړې د پای ته رسیدو په هکله خپل نظرونو ته تغیر ورکړي. د سوسیال ډیموکراټانو د لومړني صدراعظم ویلي برانت تر مشرۍ لاندي په ۱۹۷۰م کال کي د مسکو او وراسا تړون لاسلیک سو.

د جګړې د دښمنو خواوو شوروي اتحاد او پولنډ ترمنځ پخلا کیدل د سیاسي تشنج د له منځه وړلو له پاره لومړنی ګامونه ول. له همدې کبله یو کال وروسته، د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال ته د نوبل د سولي جایزه هم ورکړل سوه.

ويلي برانت په وارشاو کي د قربانيانو څلي ته د دراناوي پرمهال
ويلي برانت په وارشاو کي د قربانيانو څلي ته د دراناوي پرمهالانځور: Imago/Sven Simon

برانت، د می د اتمی په ویاړ خپله وینا کي د جرمني په بیارغونه کي د ښځو، مهاجرو او شړل سوو کسانو د رول څخه یادونه وکړه.

ریچارد فون وایڅیکر: موږ له حقیقته سترګي نه پټوو

د ۱۹۴۵م کال د می د اتمي د خلاصون ورځي په اړه د وایڅیکر د وینا مهم والی په دې کي وو چي هغه ټولو ته متوجه وو: «دغي ورځي موږ ټوله د ناسیونال سوسیالیزم د غیر انساني جنایتونو له سیستم څخه آزاد کړو» د جرمني په بله برخه کي د DDR مشر ایریش هونیکر بیا ویل چي د هټلر له فاشیستي نظام څخه خلاصون د جرمني اولس ته د دې چانس ورپه برخه کړ چي خپل هیواد له سره جوړ کړي. موږ له دغه ډول یو چانسه استفاده وکړه.

د DDR لومړني آزاد انتخاب سوي صدراعظم لوتر دي میزېر، په ۱۹۹۰م کال کي د دوهمي نړیوالي جګړي د پای ته رسیدو د ۴۵ می کالیزي په مناسبت وینا کي وویل چي: «د می اتمه نیټه به د جرمني ترجګړې وروسته تاریخ باندي اوږد سیوری غوړولی وي. موږ باید حقیقت ومنو او هغه هیڅکله له یاده ونه باسو.»