د مينانو له پاره يو څو له مینې ډک ځايونه
د دوو مينانو يوڅای سفر هغوی سره نور هم نزدې کوي او د مینې د زياتېدو سبب یې گرځي. په دې انځوریز رپوټ کې يو څو داسې رومانتک څايونه در پيژنو چې دوه مينان ورته بايد په گډه ولاړ شي.
د وينس د شپې عشق
د اوبو له دې ښار سره د مينې ډېرې کيسې تړلې دي. د يوهان شتراوس د «په وينس کې يوه شپه» په نوم اوپرا د همدې خبرې څرګندويي کوي. کيسې داسې وايي چې که چېرې دوه مينان په کښتۍ کې د سيس تر پله لاندې يو بل د لمر پريوتو پر وخت ښکل کړي، مينه به یې دوامداره وي.
د روم په فواره کې د سکې اچول
داسې باور موجود دی چې که چېرې څوک د دې ښار د مشهورې فوارې په اوبو کې سکې واچوي نو خپل محبوب يا مجبوبې ته واده کيږي. دا مشهوره فواره په ډېرو فلمونو کې هم ښوول شوې ده.
په فرانکفورت کې خپله مينه ابدي کړئ
په فرانکفورت ښار کې چې د اروپا اقتصادي مرکز بلل کيږي، د دنگو ودانيو څخه لېرې د ماين پر سيند د جوړ شوي يوه پله دواړو غاړو ته پر لگېدلې کټاره مينان قلفونه اچوي. د دې رومانتک کار په اړه ويل کیږي چې تر څو دغه قلف بند وي، مينان به هم سره نه جلا کيږي.
د سين پر غاړه لاس په لاس
د پاريس پر سين سيند ۳۷ پلونو د سيند دواړه غاړې سره نښلوي. دې ښار ډېر تغيرات ليدلي دي خو مينه او مينان اوس هم اغیزمنوي.
د ريکواويک په گرمو اوبو کې غوطه
د آيسلند د پلازمينې څخه لږ دباندې بليو لاگون نومی جهيل گرمې اوبه لري. د ځمکې په تل کې د دې اوبو د تودوخې درجه ۲۴۰ سانتي گرادو ته رسيږي. خو بيا وروسته د ځمکې سر ته تر راتلو وروسته يخيږي. د معدني موادو په ډکو دې اوبو کې غوطه وهل او د شا او خوا له ښکلا څخه خوند اخیستل، د مينانو له پاره يوه ډېره ښه تجربه ده.
په لزبن ښار کې ورکېدل
د پرتگال په پلازمینه لزبن کې ماضي ښکاري. له سلو کالونو راهیسې د ښار کښته برخه او پاسنۍ سيمې د پخوانيو ریلونو په وسيله سره نښليدلي. دا ريلونه له ډېرو لوړو ژورو تیريږي. په مينه کې هم مينان له ډیرو لوړو ژورو تیريږي.
په الپ غرونو کې مو احساسات تازه کړئ
د دوه زره کيلومترو په ارتفاع کې لاس په لاس. له زر کيلومتره (په انځور کې) لوړ دې پله څخه سړی د الپ د سيمې ښه نظاره کولای شي. دلته به مو زړه ډېر په زوره زوره درزيږي خو چې سړی کله د کيبل په واسطه چلېدونکو لفټونو کې کښيني نو د زړه د دريدو احساس کوي.
مينه مو کړې او وين ته نه ياست تللي؟
د اتريش په پلازمينه وين کې مينان کولی شي په گډه ښکلي قصرونه او باغونه وگوري. دا ښار خپله يوه خاصه جادو لري چې سيالانيان ډېر اغیزمنوي.