د مون بلان تونل ۵۰ مه کلیزه
په ۱۹۶۵م کال کې د مون بلان تونل د پرانيستلو مراسم. دا تونل چې د الپ تر غره لاندی تیر شوی دی فرانسه له ایتاليا سره نښلوي. د دی تونل د جوړیدو چاري په ۱۹۵۷م کال کې پيل شوي وې.
د الپ تر غره لاندي ملاقات
فرانسوي او ایتالوي کارگران په ۱۹۶۲م کال کې تر الپ غره لاندي تر ۳۰۰۰ متره تونل کیندلو وروسته یو له بل سره مخامخ شول. خو د دې له پاره چې دغه تونل کار ته تيار شي، کارگرانو باید څو کاله نور هم کار کړی وای.
د تونل د پرانیستې مراسم
په ۱۹۶۵م کال کې د فرانسې ولسمشر شارل دوگل، او د هغه ایټالوي سیال جوزپه ساراگات، د مون بلان تونل پرانیست. د دغه تونل د نیمایې برخي مسئولیت د ایټاليا او د پاته نیمایې برخه یې د فرانسې پر غاړه دی.
۳۸۰۰ متره تر الپ غره لاندي
دغه تونل۳۸۰۰متره د آلپ غره لاندني جوړ شوی دی. مخکې تر دې چې هغه وگړي چې غوښتل یې د غره له یوې خوا څخه بلې ته واوړي له ډیرو ستونزو سره مخامخ کیدل. مون بلان فرانسوي اصطلاح ده چې د سپین غر معنی لري.
۱۵دقیقې لاره
د مون بلان تونل د فرانسې د شاموني مون بلان ښار د ایټاليا د کورمایر له ښار سره نښلوي. د دغو دواړو ښارونو تر منځ واټن د موټر په وسیله ۱۵ دقیقې وخت نیسي.
پټه سرحدي پوله
دغه تونل ۱۱،۶ کیلومتره اوږدوالې لري. د دې تونل خطر په دې کې دی چې سړک یې دوه طرفه دی. د قانون له مخې هر یو موټر باید له مخکینې موټر څخه ۱۵۰ متره فاصله ونیسي. لوړ سرعت ۷۰کیلومتره په ساعت کې ټاکل شوی دی. د دواړو هیوادونو تر منځ په تونل کې سرحدي پوله د تونل له لارې ایټاليا ته تر ننوتلو لږ مخکې ټاکل شوې ده.
د ۱۹۹۹م کال اورلگیدنه
نزدې ۱۶ کاله دمخه په ۱۹۹۹م کال کې د یو پلژیمي لارۍ موټر اور واخیست. په دې پيښه کې ۳۹ انسانان ووژل شول. تر اوسه پوري د دغې پيښې اصلي لامل روښانه شوی نه دی. اټکل کیږي چې د یو سگریټ د غورځیدو له امله به دغه اورلگیدنه رامنځته شوې وي.
انساني تیروتنه
هغه څه چې روښانه شوی هغه دا ده چې په تونل کې دننه د هوا سیستم په چټکۍ سره د خطرناکو گازونو د ایستلو توان نه لري. په داسې شرایطو کې د تونل خبرداری ورکوونکي سیستم هم سم کار نه دی کړی. د پيښې ځای د فرانسې اړونده ساحه کې وو چې د یو ایتالوي شرکت له خوا کنترولیدی.
د تونل بیرته فعالیدل
تر دغې پيښې وروسته د مون بلان تونل درې کاله بند وو. د تونل ټولي برخې له سره ورغول شوې په ځانگړي توگه د اورلگیدنې ضد مودرنه سیستمونو جوړ شول. دغه تونل په ۲۰۰۲م کال کې یو وارو بیا فعال شو.
حق العبور
د هغه تونل ساتنه چې تر ۱۱ کیلومترو ډیر اوږدوالې لري یو څه لگښتونه هم لري. ځکه نو په تونل کې د تیرېدو پر وخت له موټرو څخه حق العبور هم اخیستل کیږي. هغه موټر چې د فرانسې له خوا تونل ته ننوزي باید ۴۳،۵ یورو او هغه چې د ایټاليا له لاري تونل ته داخلیږي باید ۴۴،۲۰ یورو حق العبور ورکړي.
د ورځي ۵۰۰۰ موتر تیریدل
د مون بلان تونل اوس هم د ایټاليا او فرانسې تر منح ډیره مهمه او لنډه لار بلل کیږي.تیر کال د ورځي ۵۰۰۰ موټر له دې لارې تیریدل. له هرو ۵ لارۍ موټرو سره یو حفاظتي موټر هم له تونل څخه تیریږي. دا کار د ۱۹۹۹م کال تر اورلگېدني وروسته د وقایوي تدابیرو په توگه عملي کیږي.