د مهندر سنگهـ دهوني مهمې بریاوې
مهندر سنگهـ دهوني چې پر «کېپټن کول» هم مشهور دی، د محدودو اورونو د کریکټ کپتانۍ د پریښدو اعلان څو ورځې دمخه وکړ. دلته د دغه ۳۵ کلن د ځینو مهم بریاوو یادونه کیږي.
دهوني چې نهه کاله یې د هند د کریکټ لوبډلې مشرې کړي، د خپل هیواد له پاره ډیرې لوبې گټلي دي. خو د جنورۍ په میاشتې کې له انگلستان سره د څو لوبو په لړۍ کې به هغه د ویراټ کوهلي په کپتانۍ کې د وېکټ ساتونکي په توگه لوبه کوي.
وېکټ ساتونکی او تکړه توپ وهونکی مهندر سنگهـ دهوني په اصل کې د جهاز کهنډ دی. په همدغه ځای کې د ۱۹۸۱م کال د جولای میاشتې په اوومه نېټه د رانچي په ښار کې زیږیدلی دی.
د هوني په ۲۰۰۵م کال کې د سریلانکا خلاف په لوبیدو سره د ټیسټ لوبو سفر پېل کړ. په چنئ کې ترسره شوې دغه لوبه د باران له کبله ستونزو سره مخامخ شوې وه. به دغه لوبه کې ده ۳۰ منډې کړې وې.
دهونې تر اوسه د هندوستان له پاره په ۹۰ ټیسټ یا څلورو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې ده. په دغو لوبو کې د شا او خوا ۳۸ منډو په اوسط سره هغې ټولې ۴۸۷۶ منډې کړي دي، چې پکښې شپږ سلیزي او ۳۳ پنځوسیزي شاملي دي.
دهوني په ټیسټ لوبو کې تر اوسه د ویکټو تر شا ۲۵۶ کیچونه نیولې او ۳۸ لوبغاړې یې سټمپ اوټ کړي دي. له دې کبله هغه د هند تر ټولو کامیابه ویکټ ساتونکی شمیرل کیږي.
د ویکټ کیپر او توپ وهونکي په توگه هغه خپله لومړۍ لوبه په ۲۰۰۴م کال د بنگله دیش پر وړاندې تر سره کړه. په دغه لوبه کې دهوني په لومړي توپ رن اوټ یا د منډې اخیستو پر مهال سوځیدلی وو.
په ۲۰۰۷م کال کې دهوني ته راجیو گاندهي کهیل رتن، مډال ورکړل شوی وو چې په هند کې د لوبو تر ټولو مهم انعام دی.
دهوني تر اوسه ۲۸۳ یو ورځنۍ لوبې تر سره کړي، چې ټولې منډې یې ۹۱۱۰ دي. په دغو لوبو کې دهوني نهه سلیزي او ۶۱ نیمه سلیزي کړي دي.
همداشان دهوني ۷۳ شل اوریزي یا ټي ټونټي لوبي کړي دي. د ده د لوبډلمشرۍ پر مهال په ۲۰۰۷ کال کې هند د شل اووریزو نړیوال جام گټلی وو. په دغه لوبه کې هند پاکستان ته پای لوبه کې ماتې ورکړې وه.
په ۲۰۱۱م کال کې د هوني په لوبډلمشرۍ کې هند د کریکټ نړیوال جام گټلی وو. د هغه د کپتانې پر مهال د ۲۰۰۹م کال د دسمبر میاشتې څخه تر اتلسو میاشتو پورې د هند لوبډلې د ټیسټ میچونو د درجه بندیو په ترڅ کې لومړی مقام لاره.
دهوني د ډیر عاید په تر لاسه کولو کې سچن تندولکر هم شاته پریښی دی. دی د هند تر ټولو زیات عاید لرونکی هندي لوبغاړی دی.