د منځني ختيځ کړکېچ؛ لوفتهانزا تهران ته الوتنې وځنډولې
۱۴۰۳ فروردین ۲۳, پنجشنبهد جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۱۰ نېټه) اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت له امله یې تهران ته خپلې الوتنې تر پنجشنبې پورې ځنډولې دي.
د ایران مهر خبري اژانس په ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي چې «د تهران بشپړ هوايي حریم د پوځي تمرینونو له امله تړل شوی دی.» دغه ایراني خبري آژانس وروسته دا خبر ليرې کړ او دغه ډول پیغام خپرول یې دروغ وګڼل.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ
د اپریل په لومړۍ نیټه د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې چې ګومان کیږي د اسرائیلو د جنګي الوتکو لخوا ترسره شوی وي، د سیمې هیوادونه او د امریکا متحده ایالات د ایران د احتمالي برید له پاره په تیارسۍ حالت کې دي.
د ايران مشر علي خامنه یي د نیوکې ګوته اسرائيلو ته نیسي او دغه هیواد په هوایي برید تورنوي.
نوموړي ویلي:« اسرائیل باید سزا وګوري او ګوري به یې هم.»
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر يسرائیل کاتز ویلي، که ایران له خپلې خاورې پر اسرائیلو برید وکړي، اسرائیل به یې ځواب ورکړي.
Rsh/af/Zn/Aa (Reuters, AFP)