د ملگرو ملتونو ۷۵ کليزه
د ملگرو ملتونو سازمان ۷۵ کاله مخکې، د ۱۹۴۵م کال د جون پر ۲۶ نيټه تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته جوړ شو. د انځورونو په دې البوم کې له ۱۹۴۵م کال راهيسې د دې سازمان پر پړاونو او مهمو پېښو نظر اچوو.
د ملگرو ملتونو د منشور لاسليکول
د ۱۹۴۵م کال د جون مياشتې پر ۲۶ نیټه د نړۍ د ۵۰ هېوادونو استازو د ملگرو ملتونو منشور لاسليک کړ. دا منشور د همدې کال د اکتوبر میاشتې له ۲۶ نيټې څخه اجرا شو.
د ملگرو ملتونو لومړی عمومي منشي
نارويژي سياستوال تريگوه لي په ۱۹۴۶م کال کې د ملگرو ملتونو د لومړي عمومي منشي په توگه په کار پيل وکړ.
د بشري حقونو نړيواله اعلاميه
په ۱۹۴۷م کال کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د بشري حقونو نړيواله اعلاميه تصويب کړه. دا اعلاميه ۳۰ مادې لري او ټول اساسي فرهنگي، اقتصادي، سياسي او ټولنیز حقونه چې د نړۍ ټول انسانان یې بايد ولري، په کې راغلي دي.
د ملگرو ملتونو دويم عمومي منشي
په ۱۹۵۳م کال کې سويدنی سياستوال داگ همرشولد د ملگرو ملتونو د دويم عمومي منشي په توگه کار پيل کړ.
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مړينه
داگ همرشولد په ۱۹۶۱م کال کې په افريقا کې د الوتکې د سقوط په يوه مرموزه پېښه کې ووژل شو. د ميانمار يو تانت د نوموړي د ځای ناستي په توگه انتخاب شو.
دوه مهم تړونونه
په ۱۹۶۶م کال کې د ټولنیزو، اقتصادي او فرهنگي حقونو نړيوال تړون او همدا راز د مدني او سياسي حقونو يو نړيوال تړون تدوين او تائيد شو. دواړه تړونونه په ۱۹۷۶کې اجرايي شول.
عراق ته التيماتم
په ۱۹۹۰م کال کې د ملگرو ملتونو امنيت شورا عراق ته ضرب الاجل وټاکه او غوښتنه یې ترې وکړه چې له کويت څخه خپل ځواکونه وباسي. کويت د ملگرو ملتونو په مشرتوب پوځي علمیاتو په ترڅ کې آزاد کړل شو.
د بشري حقونو د عالي کميسارۍ رامنځته کول
په ۱۹۹۳م کال کې د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کميساري جوړه شوه. د دې کميسارۍ د جوړولو هدف په نړيوالو قوانينو او د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په اعلاميه کې له درج شويو بشري حقونو څخه دفاع ده.
په رواندا کې د ملگرو ملتونو د سولې د عسکرو پر شتون سربیره نسل وژنه
په ۱۹۹۴م کال کې په رواندا کې نسل وژنه رامنځته شوه. دا نسل وژنه په داسې حال کې وشوه چې هلته د ملگرو ملتونو د سولې د ماموريت عسکر موجود ول. د دې بشري ناورين په ترڅ کې د توتسي او هوتو د معتدلو قومونو شا او خوا يو ميليون کسان ووژل شول.
د زریزې د پراختيايي اهدافو ټاکل
په ۲۰۰۰ م کال کې د ملگرو ملتونو د زریزې د اهدافو د ټاکلو په غونډه کې پر يو شمير پراختيايي اهدافو توافق وشو. په دې غونډه کې ټاکل شوی تر ټولو مهم هدف دا وو چې تر ۲۰۱۵م کاله پورې به په ټوله نړۍ کې لوږه نيمايي ته کمه کړل شي. زده کړو ته عمومي لاس رسی، جنسيتي برابري، د ماشومانو د مړينې د کچې ټيټول، د ميندو روغتيا ته وده ورکول او د يو شمير ناروغيو په مقابل کې مبارزه په دې هدفونو کې شامل ول.
د سولې د نوبل جایزې ترلاسه کول
په ۲۰۰۱م کال کې د ملگرو ملتونو د هغه وخت عمومي منشي کوفي عنان او دې سازمان په گډه د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه. د گانا هېواد دې ديپلومات د ۱۹۹۸م کال څخه تر ۲۰۰۶م کال پورې د دې سازمان د اووم مشر په توگه دنده ترسره کړه. کوفي عنان د ۲۰۱۸م کال په اگست مياشت کې وفات شو.
د بشري حقونو د شورا رامنځته کیدل
په ۲۰۰۶م کال کې په نړۍ کې د بشري حقونو د ساتنې او ترويج په هدف د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا جوړه شوه. دا شورا د غړيو هېوادونو له خوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې قضیې څيړي او مهمو بشري موضوعاتو ته رسيدگي کوي.