د ملګرو ملتونو کارکوونکو د جنسي اړیکو د یوې ویدیو راڅرګندیدل
۱۳۹۹ تیر ۱۳, جمعهد ملګرو ملتونو یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام خبر ورکړ، چي داخلي ابتدايي تحقیقاتو ددغو دوو کارونکو غلط رفتار(جنسي ډول هم) تایید کړی دی. هغه ویلي دي چي د دغو تورونو د جدیت پراساس هغوی دواړه د تحقیقاتو تر پایه پوري د وظیفو څخه لیري سوي.
دغو کارکوونکو په بیت المقدس کي میشت د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کي په منځني ختیځ کي د اوربند مراقبت او ساتنه کوله، چي تیره اوونۍ یې په اجتماعي شبکو کي یوه ویدیو راښکاره سوه.
دغه لنډه ویدیو د ملګرو ملتونو په نښان سره یو سپین موټر ښکاره کوي چي باید د تل ابیب په یوه سړک کي اخیستل سوې وي. د موټر په شا کي یو سړی معلومیږي چي په سرو کالو کي یې یوه ښځه په غیږ کي ناسته ده.
د دغه روان موټر په مخکي د موټروان څنګ ته یو بل سړی هم معلومیږي.
دا هم په داسي حال کي ده چي ملګري ملتونه د جنسي سؤ استفادې او جنسي استثمار پرضد په قاطعیت سره مبارزه کوي. خو په تیرو کلونو کي په تکرار سره د ملګرو ملتونو پر کارکونکو باندي دغه ډول تورونه لګیدلي دي.