د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان مړ شو
۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبهنوموړی د ملګرو ملتونو سازمان ۷ عمومي مونشي وو. هغه د ملګرو ملتونو په سازمان کې په مختلفو پوستونو کې دندې ترسره کړي دي. عنان په ۱۹۶۲ م کال کې د لومړي ځل پاره د ملګرو ملتونو د سازمان په روغتیایي څانګه کې کار پیل کړی وو.
کوفي عنان په دغه سازمان کې د پرسونل مشر، د بودیجې مشر، د مهاجرو د عالي کمیسارۍ د ادارې ځای ناستی او د ملګرو ملتونو د سوله ساتې ځواکونو د مشر په توګه دندې ترسره کړي دي.
کوفي عنان له ۱۹۹۷ م کال څخه تر ۲۰۰۶ م کاله پورې د ملګرو ملتونو د عمومي مونشي په توګه دنده ترسره کړې ده.
عنان په ۲۰۰۳ م کال کې پر عراق د امریکا متحده ایالاتو د برید یو له سر سختو مخالفينو څخه وو. هغه په ۲۰۰۴ م کال کې حتی دغه برید «غیر قانوني» وباله.
هغه او د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۱ م کال کې په ګډه د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. عنان لومړنی افریقایي تورپوستی دی چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د عمومي مونشي په پوست ګمارل شوی وو.
عنان د ور پیښې لنډ مهالې ناروغۍ وروسته د ۸۰ کلنۍ په عمر له نړۍ سره مخه ښه وکړه.